په ایران کې په کرونا نور یوسل او دوه ککړ کسان قرباني شول
(last modified Sun, 03 Jan 2021 10:57:38 GMT )
Jan 03, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور یوسل او دوه  ککړ کسان قرباني شول

د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او دیارلس زره او اتلس ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  پنځه زره او نه سوه شپېته ککړکسان پيژندل شوي دي چې له دوي څلور سوه او اووه نوي کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .
 میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون او دوه سوه درې څلوېښت کسانو ته زیات شوی دی، وئیلی دي، په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو یو سل او دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  پنځه پنځوس زره او پنځه سوه څلوېښت تنو ته رسیدلی دی .
 د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او دیارلس زره او اتلس ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
 په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروس د ککړو شمیرڅه دپاسه پنځه اتیا میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون اته سوه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 

ټیګونه