د کورونا د ایراني واکسینو د انجکډ کولو دویم پړاو
د تهران پوهنتون د طبي علومو کلینیکي تجربې د مرکز مشر وویل: د کرونا ایراني واکسین د څارنې کمیټې لخوا د مطالعې د جواز ترلاسه کولو وروستو، نورو څلورو دواطلبو ته انجکډ شو.
د تهران پوهنتون د طبي علومو کلینیکي تجربې د مرکز مشر حامد حسیني څرګنده کړه: څلورو دواطلب کسانو ته د کرونا واکسین انجکشن په دوه ورځو کې ترسره شوې چې لومړۍ انجکشن یو دواطلب ته د جنوري میاشتې په څلورمه نیټه او نورې درې انجکشن پرون ترسره شوې.
حسیني دې ته په اشارې سره چې د دغه دواطلبانو حالت ښه دی، څرګنده کړه: د راروانې اونۍ په پيل کې د اووه دواطلبانو پایلې چې هغوي ته اوس انجکشن شوې ده، د څارنې کمېټۍ ته به خبر ورکېږي. تر څو د بیا پلټنې وروستو، اووه نور کسانو باندې دا تجربه وشي.
د انساني انجکشن کلینیکي مطالعې لومړې د کرونا واکسین چې د «کوو ایران برکت» په نامه د ایراني څیړونکو لخوا جوړ شوی د دسمبر میاشتې په نهه ویشتمه نیټه په دواطلبانو پيل شوې دی.