معظم رهبر د ایران او عراق د خلکو قدرونه وکړه
(last modified Fri, 08 Jan 2021 08:40:39 GMT )
Jan 08, 2021 13:10 Asia/Kabul
  • معظم رهبر د ایران او عراق د خلکو قدرونه وکړه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید سردار قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس د شهادت د اولنۍ کلیزې په نمانځلو کښې د ایران او عراق د خلکو د حماسې قدرونه وکړه

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د قم د خلکو د مرغومي د ۱۹ نیټې د پاڅون د کلیزې په مناسبت خپلې وینا کښې د شهید حاج قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المنهدس او د هغوي د ملګرو د شهادت د وړومبنۍ کلیزې په نماڼخلو کښې د ایران او عراق د خلکو د حماسي خوځښت په قدرونې سره وفرمایل: دغه حرکت د خلکو د جذباتو او بصیرت او صحي انګیزو له امله و او د هیواد په وجود کښې یو تازه روح پوکوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود هم داشان په بغداد او د عراق په ځینو نورو ښارونو کښې د دغه هیواد د مشهور قومندان شهید ابومهدي المهندس او د ایران د ستر قومندان شهید سلیماني د درناوي لپاره د ترسره شویو غونډو قدرونه وکړه.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دوام کښې د آیت الله محمد تقي مصباح یزدي، شهید محسن فخري زاده او په تهران کښې د الوتکې د نسکوریدو په ترخې پیښې کښې د قرباني شویو کسانو یاد ولمانځه.

هغوي هم داشان کلونه مخکښې د شهنشاهي رژيم خلاف د مرغومي په ۱۹ نیټه د قم د خلکو د پاڅون کلیزې ته په اشارې سره وویل: د مرغومي نولسمه نیټه د امریکې د ستر بت لپاره وړومبنې ابراهیمي تبر و.

حضرت آیت الله العظی سید علي خامنه اي هم داشان وفرمایل: نن سبا امریکا او د هغوي انتخاباتي شرم او د بشري حقوقو خلاف ورزي چې هر څو ساعته وروسته یو تور پوستې ښاریز وژني، وینئ خو د امریکې د دې نني حالت باوجود هم د یوشمیر کسانو قبله، امریکا ده.

 

 

ټیګونه