له امنيته په دفاع او له ګواښونو سره په مقابله کښې د ايران د منطق مضبوطيه
(last modified Sat, 09 Jan 2021 09:33:08 GMT )
Jan 09, 2021 14:03 Asia/Kabul
  • له امنيته په دفاع او له ګواښونو سره په مقابله کښې د ايران د منطق مضبوطيه

د ايران د دفاعي سياستونو يوه مهمه برخه د توغنده اي توان دے چې په مخنيونکي بحث کښې يو سټراټيجک اهميت لري.

د دغه منطقي پالېسۍ د ساتنې او دوام په لړ کښې پرون د اسلامي انقلابي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان په په موجودګۍ سره د فارس خليج په غاړو کښې د دغه لښکر د سمندري ځواک د يوې توغنده اي اډې مخکتنه اوشوه.

جنرل حسين سلامي د دغې اډې د مخکتنې په دستورو کښې وويل، د هېواد له زمکنې بشپړتيا او خپلواکۍ او د اسلامي انقلاب له لاسته راوړنو څخه په دفاع کښې زمونږ منطق «مضبوطېدل» دي.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان زياته کړه: د سلطه غوښتونکو د ارادې او د هغوي د پروګرامونو له تپلو څخه د مخنيوي لپاره زمونږ لپاره له مخنيونکي او يرغلي قوت له مضبوطولو ته بغېر بله څه لار نشته.

د ايران اسلامي جمهوریت د خپل امنيت په اړه له هيچا سره څه تعارف نه لري او په همدې تاکيد سره يې له ګواښونو سره متناسب خپل فوځي دفاعي او مخنيونکے قوت زيات کړے دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په خپلو بياناتو کښې په ځلونو تاکيد کړے دے چېد اسلامي نظام د مخنيونکي قوت د سياست مقصد د بدماشانو او زورورو لخوا په ايران د تيري له تصور څخه مخنيوے دے.

دوي پرون د جمعې په ورځ د خپلې وېنا په يوه برخه کښې هم چې د قم مقدس ښار د خلقو د ۱۳۵۶ هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې د نولسمې نېټې د پاڅون د کليزې په مناسبت له ټي وي څخه نېغ په نېغه خپره شوه د صدام د هوائي حملو په مقابل کښې د هېواد د ناتوانۍ د ترخې تجربې په يادراوړلو سره دا خبره څرګنده کړه چې ايران په هغو ورځو کښې په  تهران او نورو مختلفو ښارونو د توغنديو او بمونو د باران به مقابل کشې ناتوانه او بې دفاع ؤ او اسلامي جمهوريت حق نه لرۀ چې په هغو حالاتو کښې هېواد وساتي.

معظم رهبر د ايران په آسمان کښې د امريکې د تيري ګر ډرون د راغورزولو او يا د عين الاسد اډې په ذزولو کښې د ايران د نننيو دفاعي قوت د ځينو نمونو په يادولو سره وفرمايل: دښمن د دغو حقائقو په مقابل کښې مجبور دے چې د ايران دفاعي قوت او توانمنۍ په خپلو محاسباتو او فېصلو کښې په نظر کښې ونيسي.

جنايتکارې امريکې يو کال مخکښې د خپلې کينې او دښمنۍ د ژوروالي په ښودلو سره  په يو ترهه ګريزې اقدام کښې او ټرمپ نېغ په نېغه حکم سره د تېر ميلادي کال د جنورۍ په دريمه نېټه د ايران د ملت د اقتدار ستنو ته د زيان رسولو په مقصد د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني او د هغه څو تنه ملګري چې د عراق د حکومت په سرکاري بلنې دغه هېواد ته لاړ وو شهيدان کړل.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د امريکې دغه جنايت ته په يو غاښ ماتونکي ځواب کښې د جنورۍ په اتمه د عراق په الانبار صوبه کښې د امريکې عين الاسد نومې فوځي اډې باندې په ديارلسو توغنديو سره درنه حمله  وکړه. دغه غاښ ماتونکي ځواب وښودله چې د ايران اسلامي جمهوريت د دفاعي او فوځي مخنيونکو ځانګړتياو له نظره يو قوت لرونکے هېواد دے.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې استازيو په يوې بيانيه کښې د تېر کال په اګست کښې او د دفاعي صنعت د ورځې په درشل کښې خپره شوه د ايران د دفاعي چمتووالي او مخنيونکي قوت ضرورت ته په اشارې سره د اسلامي جمهوريت له توغنده اي صنعت څخه په ملاتړ او غونده اي او وسله ايز قوت په ساتنې تاکيد وکړ.

د ايران دفاعي قوت اوس له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د مخنيونې او يرغلي توان په ډېره اوچته سطح کښې شتون لري. په هوا فضاء ډګر کښې د ايران پرمختګ تر دې حده ده چې د نړۍ د پينځو ډرون جوړونکو هېوادونو په قطار کښې شتون لري او په رېډار کښې نه ښکارېدونکے ډرون جوړونکي  دويم هېواد مقام يې حاصل کړے دے.

 د دغې قوت زياتونې معان ګواښ نه دے بلکه هم هغه ډول چې جنرل سلامي واضحه کړه، که زمونږ په دښمنانو او مستکبرانو کښې څه اراده موجود وي نو د ايران مېړني او تکړه ځوانان به دغه ارادې په نطفه کښې غلې کړي.

-----

 

ټیګونه