خطیب زاده:
ایران به د ماتي خوړلو عناصرو په جعلي فشارونو کې راګیر نه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ایران د یوې مسئولي ادارې په حیث او په یو خپلواک او مسلکي چوکاټ کې د اوکرایني تیارې د ړنګېدو ځواب ویونکی دی او په جعلي فشارونو کې به راګیر نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اوکرایني تیارې د نسکورېدو په اړه خبریالانو ته وویل: د دغې پیښې د تورنو کسانو د محاکمې چاري پر مخ رواني دي او د قانون سره سم جدي چلند به ورسره وشي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د چیکاګو د معاهدې د ۱۳ ور زیاته شوې مادې پر بنیاد ایران وظیفه درلودله چي د پیښي یو کال وروسته خپل تخنیکي راپور وړاندې کړي، چي دغه کار تر سره شوی دی.
خطیب زاده وویل: ایران په زیات ځیر سره د اوکرایني تیارې د نسکورېدو پېښه څېړلې ده خو د ځینو هیوادونو دریځ او د ماتي خوړلو عناصرو لاسوهنې ښیي چي ځینو د مسالې د حل پر ځای د هغه د سیاسي کولو په لټه کې دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه د اورانیوم په پخېدو کې د ۲۰ سلنې زیاتوالې په وړاندې د اروپایي ټرویکا غبرګون ته په اشارې سره وویل: اروپایي هیوادونه نه یوازې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی بلکي د برجام څخه په سرغړوی کې د امریکا په جرم کې شریک دي.
هغه همدارنګه ایران ته د جنوبي کوریا د پلاوي د سفر په هکله د ایران پرس خبریال ته وویل: دغه پلاوې به په کوریا کې د ایران د بلاک شوي پیسو د خلاصون په اړه د ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.