د پمپئو ادعا نفسیاتی جنګ دی او هیڅوک پرې باور نه کوي
(last modified Wed, 13 Jan 2021 10:53:45 GMT )
Jan 13, 2021 15:23 Asia/Kabul
  • د پمپئو ادعا نفسیاتی جنګ دی او هیڅوک پرې باور نه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر وویل: د ټرمپ د حکومت د تیرو څلورو کلونو غلط سیاستونه د امریکې د دې تیرو دوو اونیو په پیښو سره له مخکښې نه زیات په ډاګه شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر وویل: په دې هکله د امریکې د خارجه وزیر ادعا چې ګني القاعده په ایران کښې اډه لري، یو رواني جنګ دی او ایران د دغه ډول نظر څرګندونو هیڅ پروا نه کوي.

د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې محمود واعظي نن زیاته کړه: د مایک پمپئو له خوا دا ډول نظر څرګندونې او ادعاوې، د امریکې د اوسني حکومت وروستۍ ورځې دي، طبیعي خبره ده او ایران ډاډمن دی چې په دغو ادعاؤ باندې هیڅوک باور نه کوي او له سره ورته څوک غوږ نه نیسي.

هغه وویل: د ټرمپ د حکومت د تیرو څلورو کلونو غلط سیاستونه د امریکې د دې تیرو دوو اونیو په پیښو سره له مخکښې نه زیات په ډاګه شول.

محمود واعظي زیاته کړه: د کومه رسوايي چې د ټرمپ حکومت رامینځته کړه نو طبیعي ده چې پمپئو داسې تور پورې کونو او نظر څرګندونو ته مخه کړي.

 

ټیګونه