له کورونا سره د ايران د مبارزې په زمينه کښې د امريکې نوي خنډونه
(last modified Thu, 14 Jan 2021 11:59:38 GMT )
Jan 14, 2021 16:29 Asia/Kabul
  • له کورونا سره د ايران د مبارزې په زمينه کښې د امريکې نوي خنډونه

امريکې له زيات نه زيات دباو د جنګ په چوکاټ کښې د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې نه له وتلو وروسته په ايران باندې ډېرسخت يو اړخيز بنديزونه لګولي دي او حتی په ټوله دنيا کښې د کورونا د خپرېدو په دوره کښې يې هم خپلې دغه غېر انساني رويې ته دوام ورکړے دے.

اوس د ټرمپ حکومت په خپلو وروستيو ورځو کښې له کورونا سره د ايران د مبارزې په زمينه کښې نوي خنډونه رامنځته کړي دي.

د امريکې د خزانې وزارت د تېرې شورو په ورځ په داسې حالاتو کښې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ختمېدو کښې څو ورځې پاتې دي د ايران دوه کسان او شپاړس ادارې د دغې وزارتخانې د بائيکاټ شويو ادارو  او خاصو کسانو په لېسټ کښې زيات کړل.  آستان قدس رضوي او موسسه دانش بنيان برکت له هغو ادارو څخه دي چې په دغه لېسټ کښې راغلي دي.

موسسه دانش بنيان برکت د کورونا د وړومبني ايراني وېکسينو جوړونکې اداره ده.

د ټرمپ حکومت په وروستيو دوه نيمو کلونو کښې يعنې له هغه وخت نه چې له زيات نه زيات دباو د جنګ په چوکاټ کښې يې په ايران باندې يو اړخيزه بنديزونه په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي انساني ملاحظاتو ته يې  هيڅ توجه نه ده لرلې. اوس هم د ايران د خلقو په خلاف د دباونو د سختولو لپاره د ټرمپ د حکومت په وروستيو مايوسانه هلوځلو کښې يوه مهمه اداره چې د کورونا وېکسينو د برابرولو په زمينه کښې يو لړ تحقيقاتي فعاليتونه لري يعني موسسه دانش بنيان برکت په خپل بائيکاټي لېسټ کښې ځاے کړې ده.

تهران په ځلونو ويلي دي چې د ايران د خلقو په خلاف د امريکې غليمانه او يواړخيزه اقدامات د دې سبب شوي دي چې د کورونا د خپرېدو په دوره کښې د ضرورت وړ معالجاتي درملو او طبي سامانونو د حاصلالو امکان له مشکل سره مخامخ شي.

دا مسئله د کورونا د وېکسينو د اخېستلو په زمينه کښې چې اوس ځينو هېوادونو يې په زيات شمېر کښې په توليدولو لاس پورې کړے دے هم شته. دې موضوع ته په پام سره تهران خپلې هلې ځلې د کورونا ايراني وېکسينو په جوړولو متمرکزې کړې دي او د موسسه دانش بنيان برکت په شمول اته ايراني موسسې  په دې زمينه کښې زيات فعاليت کوي. داسې ښکاري چې امريکائي او برطانوي کورونائي وېکسينو د واردولو د ممنوعيت په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له دريځ نيونې وروسته واشنګټن په دې مسئله غصه شوےدے. دا چاره د فائزر امريکائي درمليز شرکت د جوړ شويو وېکسينو د کارنده توب ترپوښتنې لاندې راتلو په معنا شوې ده. اوس د ټرمپ حکومت په خپل اند د انتنقام اخېستلو لپاره د يو ايراني شرکت دانش بنيان چې د کورونا په خلاف  ځاي وېکسينو د توليد په زمينه کښې فعاليت کوي  په بائيکاټولو سره کوشش کوي د کورونا د ايراني وېکسينو د زيات شمېر توليدولو او لاسته راوړلو په بهير کښې ګډوډې رامنځته کړي.

په ايران کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو له وخت نه تهران او  د روسيې، چين، او وېنزوېلا په شان زياترو هېوادونو په ځلونوله ملګرو ملتو غوښتي دي چې امريکه دې له کورونا سره د مقابلې لپاره د درملو او طبي سامانونو د واردولو د اسانتيا لپاره د ايران په خلاف بائيکاټي دباونو په کمولو کښې اقدام ته مجبوره کړي. د دغې غوښتنې ملاتړ حتی د واشنګټن اروپائي انډيوالانو هم کړےدے. خو واشنګټن دغو غوښتنو ته بې له څه پامه نه يوازې په دې لړ کښې څه اقدام نه دے کړےبلکه د ټرمپ د حکومت په وروستيو مياشتو کښې هره هفته د ايران په خلاف يې نوي بنديزونه لګولي دي.

د کورونا وائرسو له خپرېدو سره په يو وخت ايران په خلاف د امريکې د ظالمانه بنديزونو دوام او له کورونا سره د مبارزې لپاره ضروري درملو او طبي سامانونو ته د لاسرسائۍ په زمينه کښې د واشنګټن لخوا د مختلفو محدوديتونو لګول په عملي توګه د دې سبب شويدي چې اوس د امريکې له زيات نه زيات دباو موضوع د ايران معالجاتي سېسټم ته مطرح شي. اوس د ټرمپ حکومت د ايران د ملت په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ ترڅنګه طبي ترهه ګري هم عملي کوي او د دغه بهير په دوام سره د بشريت په خلاف د جنايت مرتکب شوے دے.

-----------

 

ټیګونه