په پېغمبراعظم(ص) مشقونوکښې د جنګي بېړيو په خلاف لرې ويشتونکي بالېسټ توغنديو عمليات
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د پېغمبراعظم -۱۵ نومې مشقونو وروستۍ مرحله د دښمن د بېړيو په خلاف د لرې ويشتونکو بالېسټک توغنديو او له يو زره اته سوه کيلوميټر فاصلې څخه د اهدافو د تباه کولو سټراټيجک عمليات په کامبې سره اجرا شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د پېغمبراعظم(ص) – ۱۵ نومې مشقونو چې تېره ورځ د ايران په مرکزي کوير عمومي سيمه کښې روان دي دويمه او وروستۍ مرحله نن سحر د دښمن د فرضي جنګي بېړيو په خلاف د لرې ويشتونکو بالېسټک توغنديو او د اهدافو د تباه کولو د سټراټيجکو عملياتو په اجرا سره ترسره شوه.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر پېغمبراعظم (ص) – ۱۵ نومې مشقونه له هغو کلنيو مشقونو څخه دي چې وړومبنۍ مرحله يې پرون د دښمن په دفاعي سنګرونود يرغل د مشق او توغنده اي او ډروني ترکيبي علمياتو په اجرا سره ترسره شوه.