د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ مشقونه ، له مصنوعي هوش څخه په استفادې سره د توغنده اي قوت او ډروني علمياتو ننداره
(last modified Sat, 16 Jan 2021 09:54:00 GMT )
Jan 16, 2021 14:24 Asia/Kabul
  • د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ مشقونه ، له مصنوعي هوش څخه په استفادې سره د توغنده اي قوت او ډروني علمياتو ننداره

فوځي ګواښ او د ناامنۍ پېدا کول د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له ابتداء راهسې د اسلامي جمهوري نظام د راپرزولو لپاره د دښمنانو د يو سټراټيجک انتخاب په توګه مطرح دي.

دغو ګواښونو د تپل شوي جنګ او د مقدسې دفاع په اتو کلونو کښې د دښمنانو د ماتې له دورانه د ايران په تېرېدوسره لا زياتې پېچلې سطحې ته وده موندلې ده او د ايران د فوځي قوت د کمزوري کولو او د زيانمنولو د زياتولو په هدف سره د وسلو له اوږدمهاله بنديزونو سره په يو وخت روان دي.

څرګنده ده چې د دغه سياست په مقابل کښې د هېواد د امنيت د ساتنې لپاره يوازېنے منطقي انتخاب په کورنيو ظرفيتونو تکيه کول او د ګواښونو په مقابل کښې مضبوطېدل دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ټولو قواو قوماندان حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د قم د خلقو د اته پنځوس هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې د نولسمې نېټې د تاريخي پاڅون د کليزې په مناسبت د خپلې وېنا په يوه برخه کښې  د صدام د هوائي حملو په مقابل کښې د هېواد د بې وسۍ د ترخې  تجربې په ياد راوړلو سره د اقتدار او امنيت په موضوع ګانو باندې په تاکيد سره واضحه کړه، ايران په هغو ورځو کښې د تهران او نورو مختلفو ښارونو د توغنديو او بمونو ورېدو په وړاندې بې وسه او بې دفاع ؤ او اسلامي جمهوريت حق نه لرۀ چې په دغو حالاتو کښې د هېواد ساتنه وکړي.

نو ځکه د ايران يو مهمه دفاعي برخه د توغنده اي دفاعي توان لرل دي چې د مخنيونې په بحث کښې يو سټراټيجک اهميت لري.

په توغنده اي ډګر کښې د ايران د قوت د يوه برخې ننداره پرون د جمعې په ورځ د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ نومې مشقونو په وړومبنۍ مرحله کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوا فضاء ځواک د توغنده او ډروني ترکيبي عملياتو په اجرا سره اوشوه.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان جنرل حسېن سلامي د دغو مشقونو ترڅنګه وويل: د دغو مشقونو پېغام د اسلام د دښمنانو په مقابل کښې له ملي حاکميت څخه د دفاع او د اسلامي جمهوري مقدس نظام او ارزښتونو د ساتنې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت اقتدار او کلکه اراده ده.

د ايران اسلامي جمهوريت د بنيادي سائنس د بهير په دوران کښې د بالېسټکو توغنديو په پلانولو او جوړولو سره  فوځي مخنيونکي قوت ته د رسېدو په لاره کښې يو لړ اوچت ګامونه پورته کړي دي.

امريکائي نېشنل انټرسټ نشريې د ايران د توغنده اي توانمنۍ په جاجونه کښې په دې ټکي اعتراف کوي چې ايران په سيمه کښې د امريکې او د هغې د انډيوالانو د فوځي قوت په مقابل کښې مخکېنے نه توازن ګډوډ کړے دے. اوس په قطعي توګه ويلې شوو چې متعارف سټراټيجک انډول د ايران په ګټه بدل شوے دے.
نو بس په همدې وجه امريکه، اروپا او د هغوي سيمه ايز انډيوالان د توغنده اي توان د محدودولو لپاره په ايران د دباو راوړلو په فکر کښې دي او کوشش يې وکړ چې د برجام ايټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره په خپل اند د نويو شرائطو په تپلو سره د ايران د توغنده اي قوت موضوع د خبرو اترو مېز ته راکاږي، يو داسې هدف چې په هيڅ ډول حالاتو کښې به پوره نه شي.

د ايران توغنده اي ظرفيت  له يرغل څخه د دښمن ډډې کولو د موثره فوځي، دفاعي او يرغلي مخنيونکي قوت لرلو نښه ده. د دغه اندازې فوځي قوت اهميت چې په دفاعي صنعت کښې له بنيادي سائنسي ټېکنالوجۍ سره مل تحقيق او ودې په نتيجه کښې ترلاسه شوے دے په قطعي توګه د دښمن په محاسباتو کښې ټاکونکے کردار لري.

--------

 

ټیګونه