ولسمشر روحاني:
واشنګټن په فوځي کېمپ بدل شوے دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې نن د ډونالډ ټرمپ د سپېرۀ حکومت د ختمېدو ورځ ده وويل، واشنګټن د امريکې د نوي ولسمشر د سوګند خوړنې د مراسمو په ورځ په يو فوځي کېمپ بدل شوے دے.
ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې د امريکې سياسي ګوښه کېدل د ټرمپ لخوا پاتې ميراث وبلۀ او زياته يې کړه،نن امريکه په بهرني سياست کښې د ټرمپ په غلطو سياستونو سره په ملګرو ملتو، د فلسطين او برجام په موضوع او نورو نړيوالوموضوعاتو کښې يوازې پاتې شوې ده.
روحاني د دې په بيانولو سره چې د امريکې د ټولنې دوه قطبي والے د ټرمپ سپېرۀ ميراث دے واضحه کړه، ټرمپ په خپل ټول څلور کلن دوران کښې د خپلو او نړۍ خلقولپاره له ظم، فساد او مشکلاتو له رامنځته کولو نه بغېر څه بله ثمره نه ده لرلې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د امريکې حکومتي ترهه ګرۍ ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې د امريکې ولسمشر په واضحه توګه وويل چې يو لوړ رتبه فوځي يې چې د يو بل هېواد مېلمه ؤ قتل کړے دے چې په دې کار سره د امريکې په تندي د حکومتي ترهه ګرۍ مُهر ولګېد.
ولسمشر روحاني په امريکه کښې د نوي حکومت په اقتدار کښې راتلو او د ايران د ملت په خلاف د بنديزونو د ختمولو ضرورت ته په اشارې سره وويل: که امريکنيان يو فرمان جاري کړي نو په وړاندې به يې ايران هم يو فرمان جاري کړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې نن د ايران د ملت او ټولې دنيا لپاره روښانه شوې ده چې د اقتصادي ترهه ګرۍ او زيات نه زيات دباو سياست سل په سلو کښې ماتې خوړلې ده، واضحه کړه د ايران خلقو په مقاومت او ټينګ اودرېدنې سره اجازه ورنکړه چې د دښمنان مقاصد پوره شي.