آيت الله جنتي:
نړۍ پکار دے د ايران له اسلامي جمهوريته بېلګه واخلي
د ايران د اساسي قانون د څارونکي شورا سېکتر وويل: نړۍ پکار دے د ايران له اسلامي جمهوريت څخه بېلګه واخلي او بحران ځپلې امريکې ته دې کلنګ ورنه کړي.
آيت الله احمد جنتي پرون د دغې شورا په غونډه کښې د امريکې د نوي ولسمشر د سوګند خوړلو مراسمو ته په اشارې سره وويل، په نړۍ کښې خپلواکه شناندي او ليکوالان پکار دے کلونه کلونه د امريکې وروستۍ پېښې چې په ټولنه او واکمنۍ کښې د تاوتريخوالو، تشدد، ژورو درزونو او زياتو بداخلاقيو سبب شوې څېړنه وکړي چې د هغو کسانو لپاره د عبرت يو درس شي چې هم هغه شان يې دغه بحران ځپلي هېواد ته سترګې نيولي دي.
آيت الله جنتي زياته کړه، په امريکه کښې حالت دومره تريخجن شوه چې د ډېموکرېسۍ، اخلاقو او انسانيت په نامه څه څيز پکښې پاتې نه شو او د دغه هېواد واکمنان يوازېد خپلو ذاتي او ګوندي ګټو په فکر کښې دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د څارونکې شورا سېکتر د دې په بيانولو سره چې کلونه اوشول امريکه له ژورو بحرانون سره لاس او ګرېوان ده خو د ټرمپ کارکردګۍ او چلند ورته لا زياته چټکتيا ورکړه وويل، ټرمپ چې څومره هم کولې شول د سعودي په شان له ځان سره وابسته هېوادونه چې خپله د هغه په وېنا د هغوي لپاره شودې ورکونکې غوا ده اولوشله او ترې کلنګونه واخېستل او په هغه بحرن سره چې په خپل هېواد کښې يې رامنځته کړ د امريکې اقتصادي حالت، سياست او اجتماعي او تشخصي درزونه يې له زيات ترينګلي کړل.