ايران د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د انصارالله نوم شاملول وغندل
د ايران د خارجه وزارت وياند په هغه څه کښې چې د امريکې د حکومت لخوا د ترهه ګرو ډلو لېسټ بلل شوے دے د يمن د انصارالله نوم د شاملولو په غندلو سره وويل، دغه اقدام په اوسنۍ پېړۍ کښې د ترټولو غميزناک انساني بحران د سختېدو سبب کيږي.
سعيد خطيب زاده پرون وويل، د امريکې دغه اقدام د يمن د بحران د سياسي هواري لپاره روانې هلې ځلې له خنډونو سره مخامخوي.
خطيب زاده زياته کړه د ټرمپ د حکومت د نړيوالو او سيمه ايزو تاوتريخوال رامنځته کونکو وروستيو ورځو کښې د دغه حکومت د خارج وزارت دغه اقدام د نړيوالې ادارې او نړيوالو ټولنو لخوا مردود اعلان شوے او يوازې د ګوتو شمېر څو جنګ جوړونکو لخوا يې هرکلے شوے دے.
د ايران د خارجه وزارت وياند دا خبره په ګوته کړه چې که د امريکې نوے حکومت د يمن په بحران کښې د په ماتې خوړلي سياست کښې د بيا نظر غوښتونکے وي نو د دغه اقدام د بې اثر کولو او په يمن کښې موجودو حقائقو ته حقيقت پسندانه نظر کولو ضرورت دے.