ټرمپ د تاريخ ډېران ته وسپارل شو/ سردار سلېماني به تل ځلیږي
(last modified Thu, 21 Jan 2021 01:11:40 GMT )
Jan 21, 2021 05:41 Asia/Kabul
  • ټرمپ د تاريخ ډېران ته وسپارل شو/ سردار سلېماني به تل ځلیږي

د ايران خارجه وزير په يو پېغام کښې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوران ختمېدو ته په اشارې سره وليکل: د مريکې مخکېنے ولسمشر او خارجه وزير د تاريخ ډېران ته وسپارل شول.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې  جنرل قاسم سلېماني په قتل کښې د امريکې د مخکيني ولسمشر ټرمپ او خارجه وزير پومپئو اقدام ته په اشارې سره وليکل؛ ټرمپ ، پومپئو او د هغوي ملګري د تاريخ ډېران ته وسپارل شول خو د سلېماني نوم به ځليږي.»

ظريف په دوام کښې وليکل: د سردار سلېماني او زرګونو هغو کسانو کوم چې د ټرمپ د حکومتي او اقتصادي ترهه ګرۍ او د بشريت په خلاف د هغه د جنايتونو په وجه زيان من شول يا له خوراکي موادو او درملو څخه بې برخې شول ياد به تل ژوندے او ځليږي. کېدې شي په واشنګټن کښې ترې نوي کسان عبرت حاصل کړے وي.

 

 

ټیګونه