د بائيډن حکومت ته د ظريف ټوئيټري خطاب: د تېرو ماتې خوړلو سياستونو د دوام يا د صلحې او ارامښت لارې ته ستنېدلو ترمېنځ بنيادي انتخاب
(last modified Sat, 23 Jan 2021 10:05:02 GMT )
Jan 23, 2021 14:35 Asia/Kabul
  • د بائيډن حکومت ته د ظريف ټوئيټري خطاب: د تېرو ماتې خوړلو سياستونو د دوام يا د صلحې او ارامښت لارې ته ستنېدلو ترمېنځ بنيادي انتخاب

د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې د دغه هېواد به بهرني سياست کښې ډېرې سترې محاسباتي خطاګانې رامنځته شوې.

ټرمپ په سپينۍ ماڼۍ کښې د خپل شتون له وخت نه منجمله د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف په نړيوال ډګر کښې د ايران د ملت په ګونډو کولو لپاره د ايران په خلاف له بنديزونو واخلې تر زيات نه زيات دباونو راوړلو پورې سخت او افراطي سياستونه غوره کړه، خو بالاخره خپل هيڅ يو مقصد کښې کامياب نه شو. د برجام ايټمي مووافقې د نابودۍ لپره له زيات نه زيات کوششو د بنديزونو په اړه سره له زيات نه زيات اقتصادي دباو راوړل ، د ايران په خلاف د امنيت د شورا د وسلو د بنديزونو ستنول او د نړيوال اجماع لپاره کوشش د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې د امريکې ځينې ماتې خوړلي سياستونه وو. خو ټرمپ هيڅکله دا خيال نه کوۀ چې ايران به د امريکې د دباونو په وړاندې ټينګ اودرېدې شي او هغه په حقيقت کښې له محاسباتي تېروتنې سره مخامخ شو.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د جُمعې په ورځ په يو ټوئيټ کښې دې ته په اشارې سره د امريکې نوے حکومت له يو بنيادي انتخاب سره مخامخ دے، وليکل؛ د بائيډن حکومت کولې شي د تېرو کسانو ماتې خوړلي سياستونه  غوره کړي او د نړيولو حقوقو او ملګرتيا د سپکاوي لارې ته دوام  ورکړي او يا کولې شي ماتې خوړلې فرضيې رد کړي او د ارامښت په لټه کښې شي.

په تېرو څلورو کلونو کښې د ټرمپ نه سنجول شويو فېصلو او سترو خطاګانو نه يوازط پراخه نړيوالې نيوکې ولرلې بلکه په دنيا کښې يې د امريکې حېثيت هم لا زيات داغدار کړ.

د برجام ايټمي موافقې په  چوکاټ کښې په رضاکارانه توګه د خپلو ژمنو د کمولو لپاره د ايران ګامونو دغه حقيقت امريکې ته وښودۀ چې تهران د سپينې ماڼۍ د بدماشۍ په وړاندې غلے نه پاتې کيږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د قم د خلقو د ۱۳۵۶ هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې د پاڅون د کليزې په مناسبت د خپلې وېنا په يوه برخه کښې د برجام ايټمي موافقې مسئلې ته په اشارې سره وفرمايل: اسلامي جمهوريت برجام ايټمي موافقې ته د امريکې د ستنېدو لپاره هيڅ ټينګار او بيړه نه لري، بلکه زمونږ منطقي غوښتنه د بنديزونو لرې کول او د ايران د ملت د غصب شوي حق ستنول دي چې دا د امريکې او د هغې د پېروکارو اروپايانو دنده او ذمه واري ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د برجام د ژمنو د يوې بلې برخې د کمولو لپاره د اسلامي شورا د جرګې او حکومت اقدام پوره صحيح او عقلاني وبلۀ او زياته يې کړه، «په خپلو ټولو ژمنو باندې د اسلامي جمهوريت عمل کول په داسې حالاتو کښې چې مقابل لورے په خپلو ټولو ژمنو عمل نه کوي بې معنې خبره ده. که هغوي خپلو ژمنو ته ستانۀ شي مونږ به هم ستانۀ شو، هم هغه ډ،ل چې ما بنده د برجام ايټمي موافقې په ابتداء کښې وويل، اقدامات پکار دے په متناظر شکل کښې او د هغوي کار او ژمنه زمونږ د کار او ژمنې په مقابل کښې وي، چې البته دا وړومبے کار ؤ چې ترسره نه شو او اوس پکار دے ترسره شي.»

حقيقت دا دے چې له ايران سره د امريکې د دښمنۍ وجه د امريکې د ظالمانه سياست نه قبلول دي، نو ځکه د دغې دښمنۍ د ختمولو يوازېنۍ لار د هغوي مايوسه کول دي،نو په همدې وجه پکار دے پياوړي شوو او د اقتدار ا قوت حقيقي اوزار پکار دے مضبوط کړې شي. د ايران د خارجه وزير څرګندونې هم د دغه ټکي بيانول او د برجام په مقابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په منطقي دريځ باندې تاکيد دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون د جمعې په ورځ په يوه مقاله کشې چې پ فارن اېفئرز امريکائي نشريې کښې خپره شوه د ټرمپ د حکومت ماتې خوړلو سياستونو ته په اشارې سره واضحه کړې ده چې  د بائيډن نوے رامنځته شوے حکومت اوس هم ايټمي موافقې ته نجات ورکولې شي، خو په دې شرط سره چې د ټرمپ په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه لګېدلي ټول بنديزونه چې بيا لګېدلي يا په نوي عنوان سره رامنځته شوي دي لرې کړي.

------

 

ټیګونه