ايران د امريکې له نوي حکومت سره نېغ په نېغه تماس سره هيڅ دلچسپي نه لري
(last modified Sat, 23 Jan 2021 10:28:35 GMT )
Jan 23, 2021 14:58 Asia/Kabul
  • ايران د امريکې له نوي حکومت سره نېغ په نېغه تماس سره هيڅ دلچسپي نه لري

د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال د دې په بيانولو سره چې برجام ايټمي موافقه يو صحيڅ قالب دے چې خبرې اترې پکار دے په دغه قالب کښې ترسره شي، وويل: ايران په اوس حال کښې د امريکې له نوي حکومت سره نېغ په نېغه تماس سره هيڅ دلچسپي نه لري.

سيد عباس عراقچي لار ري پبلېکا ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه په امريکه کښې د اقتدار متقلېدو او په کانګرس باندې د ډونالډ ټرمپ د پلويانو د حملې په اړه وويل: هغه څه چې په واشنګټن کښې رامنځته شول ټولو ته د امريکې د ډېموکرېسۍ د حقيقي څېرې ښودنه کوي او اوس دا خبره په ډاګه شوې ده چې دوي هيڅ حق نه لري چې په دنيا کښې چا ته ووائي چې په خپل کور کښې دې سياسي مشکلات څه ډول هوار کړي.

عراقچي د برجام ايټمي موافقې په اړه د بائيډن له حکومته د ايران د غوښتنې په باره کښې وويل؛ ايران په روغ نيت سره خبرې اترې وکړې او په برجام ايټمي موافقې يې عمل وکړ او اوس نور نو د امريکې د نوي حکومت وار دے د تېر حکومت د تېروتنو تلافي وکړي.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال د دې په بيانولو سره چې امريکه د برجام ايټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پکار دے ټول بنديزونه لغو کړي، زياته کړه، د برجام په باره کښې به هيڅ يوه نوې موافقه او هيڅ ډول نوې خبرې اترې ونه شي.

عباس عراقچي د ايران او اېټاليا د تعلقاتو په باره کښې هم يادونه وکړه چې روم تل د تهران يو تجارتي شريک ؤ او دے او که بائيکاټونه اوچت کړې شي نو د دواړو هېوادونو ترمېنځ تعلقات به بيا شروع شي.

هغه د يمن په بحث کښې د تهران او روم سياسي ملګرتياوته په اشارې سره دا خبره په ګوته کړه چې که بنديزونه هم لرې نه کړې شي ايران او اېټاليا په هر صورت کښې د خپلو تعلقاتو د مضبوطولو لپاره يو لړ مېکانېزمونه رامنځته کولې شي.

 

ټیګونه