برجام هله ارزښت لري چې پکښې د نظام ګټه ووينو
(last modified Wed, 17 Feb 2021 23:59:38 GMT )
Feb 18, 2021 04:29 Asia/Kabul
  •  برجام هله ارزښت لري چې پکښې د نظام ګټه ووينو

د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر رئيس په دې باندې په تاکيد سره چې برجام هله ارزښت پېدا کوي چې مونږ پکښې د نظام ګټه وونيو، وويل: د ايټمي مسئلې په حقله مو له يوې ټولګې سره مودې مودې خبرې اترې وکړې او يوې نتيجې او موافقې ته ورسېدوو نو اوس به د خپلې موافقې په اړه بيا خبرې ونه وکړوو.

محمود واعظي د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د آثار د ساتنې او نشرولو له دفتر سره په مرکه کښې زياته کړه، که امريکه برجام ايټمي موافقې ته راوګرځي او خپلې وعدې پوره کړي نو دا امکان پېدا کوي چې په ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې تاثير ولري، دقيقاً هم هغه کار  چې ټرمپ غوښتل وې کړي.

هغه واضحه کړه، امريکه پکار دے وړومبې په خپلو ژمنو عمل وکړي البته اروپايان هم پکار دے په خپلو ژمنو عمل وکړي، هغوي د ټرمپ په دور کښې ويل چې مونږ غواړوو په خپلو ژمنو عمل وکړوو خو د امريکې د حکومت دباو مو نه پرېږدي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر رئيس زياته کړه، مونږ هغه ټول بنديزونه چې په تېرو څلورو کلونو کښې د ټرمپ لخوا په مونږ لګېدلي دي غېرقانوني بولوو او باوري يوو چې بائيډن پکار دے د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ شلمې نېټې ته وګرځي.

 

ټیګونه