د برجام د ساتنې يوازېنۍ لار د امريکې د غېرانساني بنديزونو ختمول دي
(last modified Thu, 18 Feb 2021 00:24:31 GMT )
Feb 18, 2021 04:54 Asia/Kabul
  •  د برجام د ساتنې يوازېنۍ لار د امريکې د غېرانساني بنديزونو ختمول دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د امريکې د مخکښيني حکومت په دور کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د دغه هېواد له يو اړخيز وتلو وروسته په برجامي ژمنو د عمل په لړ کښې د اروپا په کردار باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ، که واقعاً د برجام د ساتنې او د هغه د اهدافو د پوره کېدو به فکر کښې يوو نو پکار دے کارنده توب يې په عمل او د برابر کړې شوي جوړښت په چوکاټ کښې ووينوو او اروپا پکار دے دا په عمل کښې ثابته کړي.

ډاکټر حسن روحاني پرون مازيګر د جرمني له وزيراعظمې سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې برجام ايټمي موافقې ته د نويو موضوعاتو ورداخلول ناممکنه چاره وبلله او تاکيد يې وکړ د برجام د ساتنې يوازېنۍ لار د امريکې د غېر قانوني او غېرانساني بنديزونو ختمول او ورپسې برجام ته د دغه هېواد ستنېدل وبلل.

ولسمشر د دې په بيانولو سره چې حکومت د پارلېمان د تصويب شوي قانون په بنياد د مقابل لوري د نه پابندۍ او بنديزونو نه ختمولو په وجه د زياترو ژمنو د کمولو دنده لري واضحه کړه، که بنديزونه لرې کړې شي نو مونږ به هم په بشپړه توګه د برجام په قالب کښې خپلې ژمنې پوره کړوو.

روحاني په سيمه کښې د صلحې او ثبات اهميت اود پرديو د شتون په وجه رامنځته شويو بحرانونو او د ترهه ګرۍ پراختيا ته په اشارې سره د سيمې د تېر وخت ، اوسني وخت او راتلونکي وخت ترټولو مهم مشکل د ترهه ګرۍ پراختيا وبلله او تاکيد يې وکړ، د صلحې او امنيت ټينګېدل او د ترهه ګرۍ ختمول به د ټولو هېوادونو په رغانده ملګرتيا سره امکان ولري.

ولسمشر په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې همدارنګ د ايران او جرمني د تعلقاتو تاريخي مخينې ته په اشارې سره په خاصه توګه د اقتصادي او تجارتي تعلقاتو په لړ کښې د دواړو هېوادونو د روابطو پراختيا او ژورتيا لپاره په کوششونو تاکيد وکړ او په دې زمينه کښې له ټولو ظرفيتونو څخه د استفادې ضرورت ته اشاره وکړه.

د جرمني وزيراعظمې آنګلا مېرکل هم په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې د يوې نړيوالې موافقې په توګه د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په ضرورت تاکيد وکړ او د خبرو اترو له لارې د نظرونو د اختلاف د هوارولو، د دوو اړخيزو تعلقاتو او د سيمې د امنيت او قرارۍ د ساتنې لپاره د ټولو هېوادونو د ملګرتياو د مضبوطولو غوښتونکې شوه.

 

ټیګونه