روحاني: اورپایي اتحادیه باید د امریکې له یواړخیز پالنې سره په مقابله کې مناسب رول ولوبوي
(last modified Fri, 19 Feb 2021 01:00:33 GMT )
Feb 19, 2021 05:30 Asia/Kabul
  • روحاني: اورپایي اتحادیه باید د امریکې له یواړخیز پالنې سره په مقابله کې مناسب رول ولوبوي

د ایران ولسمشر دې د سیاست لوري په ټاکلو کې د اروپایي شورا د رول اهمیت ته په اشارې سره، وویل: په نړۍ کې د اورپا اتحادیه د یو مهم لوبغاړې په توګه باید د امریکې له یواړخیز پالنې سره په مقابله کې مناسب رول ولوبوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پنجشنبې په مازیګر د اروپا شورا له مشر شارل میشل سره په ټیلفوني خبرو کې، برجام د څو اړخیزه ډیپلوماسۍ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او پر دې یې ټینګار وکړ چې باید اجازه ورنکړو دا لاسته راوړنې په اسانۍ سره له لاسه ورکړو. هغه زیاته کړه: د اروپا اتحادیي د بهرني سیاست مشر د برجام د همغږۍ په توګه کولۍ شي د مرحلو په طراحۍ کې خپل رول ولوبوي.

روحاني په دوام کې له ترهګرۍ او اطرافي ډلو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ او دا دواړه یې د نړۍ او سیمې له سترو ستونزو په توګه یاد کړل او وې ویل: په نړیوال ډګر کې وروستیو بدلونونو او د هیوادونو ترمینځه د همکارۍ پراختیا لپاره د نوې شرایطونو رامینځته کولو ته په پام سره، باید هڅه وکړو د ایران او اروپایي اتحادیي ترمینځه د اړیکو کچه خپل اصلي ځای ته را ستنه کړو.

د اروپايي اتحادیي مشر شارل میشل هم په دې ټیلفوني اړیکه کېد امریکې له یو اړخیز وتلو وروستو د برجام په ملاتړ کې د اروپا دریځ ته په اشارې سره، له برجام د نړیوال توافق تر عنوان لاندې د ساتنې او له دواړو اړخو د هغې د بشپړه اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.

 

ټیګونه