د امريکې له يو اړخيزو اقداماتو سره د مقابلې يوازېنۍ لار د هېوادونو يووالےاو يوزړۀ توب دے
(last modified Mon, 22 Feb 2021 00:57:25 GMT )
Feb 22, 2021 05:27 Asia/Kabul
  • د امريکې له يو اړخيزو اقداماتو سره د مقابلې يوازېنۍ لار د هېوادونو يووالےاو يوزړۀ توب دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ترکيې له ولسمشر سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې تاکيد وکړ، د امريکې له يو اړخيزو اقداماتو سره د مقابلې يوازېنۍ لار د هېوادونو يووالےاو يوزړۀ توب دے

د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون له رجب طيب اردوغان سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې د امريکې د بنديزونو په مقابل کښې له ترکيې څخه د ملاتړ په اعلانولو سره وويل، د امريکې له يو اړخيزو او غېر قانوني اقداماتو سره دمقابلې يوازېنۍلار د بنديزونو لاندې هېوادونو اتحاد او يو زړۀ توب دے.

روحاني په دوام کښې په سيمه کښې د دوو مهمو او تاثير کونکو هېوادونو په توګه د ايران او ترکيې تعلقات ښه او مخ په ودې وبلل او له ګډو ګواښونو سره د مقابلې او د سيمې د مشکلاتو د هواري لپاره د تهران – انقرې د ملګرتياو او تعلقاتو په مضبوطولو تاکيد وکړ.

د ايران ولسمشر د ايران، روسيې، ترکيې، آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا په ګډون سره د سيمه ايزې ملګرتيا له نوښت څخه په هرکلي سره وويل، دغه منصوبه د ټولو لورو لپاره د پام ړ ګټې لرلې شي او ايران په تخصصي برخو کښې د سيمې له هېوادونو سره د ملګرتيا لپاره چمتو دے.

اردوغان هم په خاصه توګه د سيمې د صلحې او امنيت د پياوړتيا لپاره د موثره خبرو اترو، ملګرتيا او ترجيحي تجارتي ظرفيتونو څخه به استفادې د ايران او ترکيې د تجارتي تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

 

ټیګونه