محمد جواد ظريف:
سعودي په يمن کښې نه شي کاميابېدې
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د لبنان له المناز چېنل سره په مرکه کښې وويل، سعودي په يمن کښې فوځي کاميابي نه شي ترلاسه کولې.
د المنار په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف وويل، سعودي په يمن کښې فوځي کاميابي نه شي ترلاسه کولې او نه د خبرو اترو لپاره داسې څه ترلاسه کولې شي چې له فوځي لارې يې نه دي حاصل کړې شوي.
د ايران خارجه وزير په دوام کښې وويل، که اسرائيل وغواړي په ايران حمله وکړي نو خودکشۍ ته به يې لاس اچولې وي.
هغه زياته کړه د ايران ګاونډيان تېروتل چې اجازه ورکړه اسرائيل جګړه د هغوي خاورې ته راوړي او دغه رژيم به ډېر زر له دغو هېوادونو څخه امنيت واخلي او له هغوي څخه د دفاع توان نه لري.
ظريف زياته کړه، په سوريې کښې د ايران مقصد له ترهه ګرۍ سره مبارزه ده او اسرائيل پکار دې دا خبره درک کړي چې له ترهه ګرو ډلو د ملاتړ سياست به بې ځوابه پاتې نه شي.