ایران به د سوریې د ولس تر څنګ پاته شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97008-ایران_به_د_سوریې_د_ولس_تر_څنګ_پاته_شي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سوریې ته په خپل سفر کې د دې هیواد له چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي هیواد به یې د سوریې د ولس تر څنګ پاته شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 14:14 Asia/Kabul
  • ایران به د سوریې د ولس تر څنګ پاته شي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سوریې ته په خپل سفر کې د دې هیواد له چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي هیواد به یې د سوریې د ولس تر څنګ پاته شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده چي سوریې ته په سفر تللی دی د یاد له چارواکو سره په لیدنه کې وویل: د سوریې د بیارغونې په بهیر کې به ایران برخه واخلي او د سوریې د ولس او حکومت تر څنګ پاتي شي.

هغه د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د رسنیزو او فرهنګي همکاریو په اړه خبري اترې وکړې.

خطیب زاده د سوریې په ډیپلماټیکې اکېدمۍ او د استراتیجیکو څېړنو په مرکز کې خبرې وکړې او د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایه.

هغه همدارنګه په رسنیز ډګر کې د سوریې د ولسمشر له سلاکاري بثینه شعبان سره خبرې وکړې .

د سوریې چارواکو په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ چي د سوریې ولس به هیڅکله د ترهګرو سره په مبارزه کې د ایران مقاومت او مرستې له یاده نه وباسي.