د ايران د غېر تېلي صادراتو د پراختيا په ضرورت د روحاني تاکيد
(last modified Sun, 28 Feb 2021 13:01:02 GMT )
Feb 28, 2021 17:31 Asia/Kabul
  • د ايران د غېر تېلي صادراتو د پراختيا په ضرورت د روحاني تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بې تېلو اقتصادي سياست د اجرا په لړ کښې د غېرتېلي صادراتو د پراختيا په ضرورت باندې تاکيد وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د ايران د حکومت د اقتصادي غږملتيا د کمېټۍ په غونډه کښې په نړيوالو اقتصادو کښې د ايران د شتون د حق د تحقق لپاره د غېر تېلي صادراتو په پراختيا باندې په تاکيد سره وويل، د غېرتېلي صادراتو پراختيا د امريکې د ظالمانه او غېرقانوني بنديزونو سره د مقابلې لپاره د مقاومتي اقتصادو د يو توانمن اوزار په توګه زيات اهميت لري.

ډاکټر روحاني د ايران د توليدونکو لخوا په ژمنو باندې پابندي او د توليدي سامانانو د کېفيت ښه والے د غېر تېلي صادراتو په زياتولو کښې زيات اهميت لرونکې چاره وبلله او واضحه يې کړه، نوي حالاتو تقاضا کوي چې د غېر تېلي صادراتو په پراختيا کښې د حکومت د اهدافو په پوره کولو کښې لا زياته چټکتيا په اېجنډا کښې راشي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د ايران د ولس په خلاف د ظالمانه بنديزونو د شنډولو لپاره هلوځلو ته په اشارې سره وويل، ايران هغه بنديزونه چې په اقتصادي جنګ کښې د ايران د خلقو لپاره د قحطۍ او اقتصادي ناامنۍ د رامنځته کولو په هدف سره تپل شوي وو بې اثره کړې شول.

 

ټیګونه