په برجام بيا خبرې اترې نه شي کېدې او د ساتنې او احيا کولو يوازېنۍ لار يې د امريکې د بنديزونو لرې کول دي
(last modified Wed, 03 Mar 2021 01:09:34 GMT )
Mar 03, 2021 05:39 Asia/Kabul
  • په برجام بيا خبرې اترې نه شي کېدې او د ساتنې او احيا کولو يوازېنۍ لار يې د امريکې د بنديزونو لرې کول دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر برجام ايټمي موافقه له معلومو لورو سره څو اړخيزوه نړيواله موافقه چې د امنيت د شورا په ۲۲۳۱ پرېکړليک سره ثبت شوې ده وبلله او وې ويل، په برجام هيڅکله بيا خبرې نه شي کېدې او د ساتلو او احياء کولو يوازېنۍ لار يې د امريکې لخوا د بنديزونو ختمول دي.

ډاکټر حسن روحاني پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مېکرون سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د برجام ايټمي موافقې د ساتنې او احياء لپاره د فرصتونو له لاسه تلل حالات لا سختولې شي زياته کړه، د ايران لخوا د ژمنو مرحله اي کمښت له برجامه د امريکې د وتلو او د دريو اروپائي هېوادونو لخوا په برجامي ژمنو باندې په عمل کښې ناتواني وه چې د مقابلو لورو د ژمنو له پوره کولو نه پس فورا د ستنېدو وړ چاره ده.

روحاني فرانسه يوه مهمه لوبغاړې ياده کړه او وې ويل، د تهران – پېرس تعلقات د دوو اړخيزو، سيمه ايزو او نړيوالو ګډو ملګرتياو لپاره له اوږدې مودې اهدافو سره د پائېدارو نظرونو په بنياد پراختيا موندلې شي.

هغه همدارنګ د ايران او فرانسې په شمول د نړۍ په مختلفو هېوادونو کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دې په بيانولو سره چې له کورونا سره مقابله د نړۍ د هېوادونو ملګرتيا ته ضرورت لري زياته کړه، د امريکې ظالمانه او غېرقانوني بنديزونو د ايران لپاره له دغې بيمارۍ سره مقابله سخته کړې ده او حتي د درملو او طبي سامانونو د برابرولو لپاره خپلو مالي سرچينو ته د اسلامي جمهوريت لاسرسائي يې له مشکل سره مخامخ کړې ده او له اروپائي اتحاديې په خاصه توګه فرانسې څخه هيله کيږي چې د دغه غېر انساني اقدام په وړاندې دې خاموشي اختيار نه کړي.

د فرانسې ولسمشر هم په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې د برجام ايټمي موافقې ساتنه د نړيوالې ټولنې لپاره يو ضرورت وبله او د برجام د ژمنو پوره اجرا ته د ټولو لورو د ستنېدو لپاره د خبرو اترو په دوام تاکيد وکړ.

امانوئل مېکرون د وړومبنيو ګامونو لپاره د دواړو خواو په اقدام تاکيد وکړ او وې ويل، اروپا د برجام د احياء لپاره په راروانو هفتو کښې د لا زياتې فعالېدو لپاره چمتووالے لري.

 

ټیګونه