د اسرائيلو محاسباتي تیروتنې به خطرناکې نتیجې ولري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97272-د_اسرائيلو_محاسباتي_تیروتنې_به_خطرناکې_نتیجې_ولري
په ملګروملتو کې دایران دایمي استازي وئیلی دي ، په ایران د تورونو له لګولو د صهیونیسټي رژيم موخه ، په سیمې کې د اسرائیلو له جنایتونو د عمومي افکارو د غړولو او ځان مظلوم بریښونې لپاره یوه هڅه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2021 02:11 Asia/Kabul
  •   د اسرائيلو محاسباتي تیروتنې به خطرناکې نتیجې ولري

په ملګروملتو کې دایران دایمي استازي وئیلی دي ، په ایران د تورونو له لګولو د صهیونیسټي رژيم موخه ، په سیمې کې د اسرائیلو له جنایتونو د عمومي افکارو د غړولو او ځان مظلوم بریښونې لپاره یوه هڅه ده .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي  مجید تخت روانچي  بیګا  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو  ګوترش  او  همداراز د امنیت شورا مشر ته  په یوه لیک لیږلو سره  په دې باب د اسرائيلو تورونه چې  ایران  په عمان خلیج کې د اسرائيلو پر کشتۍ د وروستۍ حملې عامل دی ، بې اساسه  بللي او په کلکه ئې رد کړي دي .

  هغه ټينګار کړی ،ددغې حملې ځانګړنې ښئې چې   دا دهغو لوبغاړو  کار دی چې  خپل ناروا موخې او شرغواړي سیاستونه تعقیبوي .

په ملګروملتو کې دایران دایمي استازي  وئیلی دي ، په ایران د تورونو له لګولو د صهیونیسټي رژيم  موخه ، په سیمې کې د اسرائیلو له جنایتونو د  عمومي افکارو د غړولو او ځان مظلوم بریښونې لپاره  یوه هڅه ده .

 مجید تخت روانچي  روښانه کړې ده ، دنیا باید  ددغه واقعیّت په نسبت هوښیاره او ځيره ووسي  او دځپلو بلاغواړو  خویونو په خاطر دې صهیونیسټي رژيم په مسئول پيژندنې سره دوي ته یادونه وکړي ، چې  د خپلو محاسباتي تیروتنو  د هرډول اقدام  دنتیجو به پخپله مسئول وي .