هيله ده د کورونا کنټرولولو ته به قدم په قدم لاړ شوو
(last modified Sat, 06 Mar 2021 11:44:19 GMT )
Mar 06, 2021 16:14 Asia/Kabul
  • هيله ده د کورونا کنټرولولو ته به قدم په قدم لاړ شوو

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، هيله ده چې قدم په قدم د کورونا د کڼټرولولو لوري ته لاړ شوو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې وويل، له خوزستان صوبې نه بغېر چې له عراق سره د ګاونډيتوب او هلته د تګ راتګونو په وجه له پرمختلليو وائرسو سره ښکېل يوو د هېواد په نورو صوبو کښې حالات نسبتاً ښۀ دي.

ولسمشر روحاني د دې په ويلو سره چې په خاصو حالاتو کښې شتون لروو په هغو ښارونو کښې چې د نوروز په ورځو کښې ورته سفرونه کيږي له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره په غېرمعمولي بسيجېدو او د روغتيائي دستورالعملونو په خيال ساتلو تاکيد وکړ.

هغه هيله څرګنده کړه چې سږ کال په دا ډول تما شي او د راتلونکي کال شروع په دا ډول اوشي چې د کورونا وائرسو له مشکلاتو سره ښکېل نه يوو.

 

ټیګونه