په راتلونکي کال کښې به په کورونا غلبه پېدا او د سياحت صنعت به احياء شي
(last modified Mon, 08 Mar 2021 11:23:26 GMT )
Mar 08, 2021 15:53 Asia/Kabul
  • په راتلونکي کال کښې به په کورونا غلبه پېدا او د سياحت صنعت به احياء شي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د کار، تعاون او اجتماعي رفاه، د کلتوري ميراث، سياحت او لاسي صنائعو له وزارتخانو سره د اړوندو له پينځلس ميليارډ تومانو زياتو منصوبو او پروژو پرانېسته د هېواد د لا زياتې ترقۍ په لار کښې يو ګام وبلۀ او هيله يې څرګنده کړه چې راتلونکې ۱۴۰۰ هجري نمريز کال به له کورونا بيماريو او د دښمنانو له اقتصادي جنګ سره د مبارزې په بهير کښې سترو کاميابيوته د ايران د ملت رسېدو کال وي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د دغو منصوبو او پروژو د پرانېستې په موقع د يزد سه چاهون د يوې کارخانې پرانېستې ته په اشارې سره وويل؛ د د ايران د موجوده حکومت يو ډېر مهم اقدام د فولادو د لړۍ پراختيا وه او دغه لړۍ د تېرو اتو کلونو په دوران کښې دوه برابره شوې ده په دا ډول چې په دغه موده کښې ترسره شوي اقدامات د هېواد له ټولو تاريخ سره پرتله کولې شوو.

ولسمشر زياته کړه راتلونکے ۱۴۰۰ کال به هغه کال وي چې خداے پاک به په دې ملت خپل رحمت نازل کړي او وبه کړې شوو چې هغه مختلفې پردې چې  د دغه ملت د ازارولو سبب شوې دي لرې کړوو په دا ډول چې خلق به له کورونا سره په مقابله کښې او هم په اقتصادي جنګ کښې سترې کاميابۍ حاصلې کړي.

هغه وويل: د تدبير او اميد په حکومت کښې د سياحت برخه دوه برابره شوې ده البته په تېر يو کال کښې د هغو خاصو حالاتو په وجه چې رامنځته شوي دي د سياحت او هوټل دارۍ برخې سخت کال ولرۀ خو هيله من يوو چې په راتلونکي کال کښې به په کورونا وائرسو غلبه پېدتا کړوو او د سياحت د څانګې ټول کارونه به بيا راژوندي شي.

 

ټیګونه