تهران ته د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د خاص استازي سفر
دافغانستان په چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم خاص استازے محمد صادق د ايران له چارواکو سره د صلاح مشورو لپاره بېګا تهران ته راغلے دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزير مرستيال د اېشيا د لويديځ د چارو مدير سيد رسول موسوي په خپل يو ټوئيټ کښې د دې خبر په بيانولو سره زياته کړه، د پاکستان خاص استازے ټاکل شوې ده د ايران له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په کتنه کښې د افغانستان د بدلونونو په اړه صلاح مشورې وکړي.
دا ايران ته د دغه پاکستان چارواکي وړومبنے سفر ګڼل کيږي.
له دې مخکښې د ايران او پاکستان خاصو استازيو سږ کال د لړم د مياشتې په وروستيو کښې اسلام اباد ته د جواد ظريف د سفر ترڅنګه ليدل کتل کړي وو.
په تهران کښې د پاکستان سفارت اعلان وکړ، ټاکل شوې ده د محمد صادق او د ايران د لوړ رتبه چارواکو ترمېنځ په اوچته سطح د سيمې او افغانستان په اړه خبرې اترې اوشي.