په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو د بهير پرمختګ، تهران کښې پاکستان د وزيراعظم د خاص استازي د صلاح مشورو محور
د ايران اسلامي جمهوريت کلک باوري دے چې د ګاونډي هېوادونو په ملګرتيا سره د پرديو شتون ته له ضرورت نه بغېر په سيمه کښې صلح او امنيت ټيګېدې شي.
په همدې چوکاټ کښې تهران نن د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د خاص استازي محمد صادق کوربا دے.
په تهران کښې د پاکستان سفارت هم د دغه سفر په درشل کښې ويلي وو چې ټاکل شوې ده د سيمې او افغانستان په اړه د ايران د لوړرتبه چارواکو او محمد صادق ترمېنځ دغه خبرې اترې په لوړه سويه ترسره شي.
په افغانستان کښې د سياسي بدلونونو د بهير په اړه د ايران او پاکستان خبرې اترې د دوو وجوهاتو له مخې اهميت لري.
وړومبۍ وجه هغه ځانګړي ظرفيتونه او وړتياوې دي چې د ايران، افغانسان او پاکستان ترمېنځ د ګډو رشتو د شتون په وجه رامنځته شوي دي. د افغانستان په ګاونډ کښې د دوو هېوادونود جيوسټراټيجک موقعيت او پوزيشن ترڅنګه دغو ظرفيتونو او وړتياو دڅو اړخيزو ملګرتيا لپاره يوه مناسبه زمينه برابره کړې ده. نوځکه په دې لړ کښې د تهران او اسلام آباد خبرې اترې او صلاح مشورې يوه جوته او عېن حال کښې ضروري چاره ده.
د دغو خبرو اترو د اهميت دويمه وجه د سيمې حساس حالات او په افغانستان کښې د ختلافاتو له دوام څخه د القاعدې او داعش په شان ترهه ګرو ډلو د ناوړې استفادې امکان د ګاونډي هېوادونو امنيت هم په خطر کښې اچولې شي. همدارنګ دغه صلاح مشورې په داسې حالاتو کښې دي چې د قطر په دوحه کښې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې خبرې اترې بې نتيجې پاتې شوې دي. همدې سره سره سرچينو د امريکې د نوو خوزښتونو خبر ورکړے دے او ويلي يې دي چې امريکې له افغان چارواکو او طالب مشرانو سره د يوې منصوبې مسوده شريکه کړې ده او د افغانستان د نوي اساسي قانون په بنياد د انتخاباتو په هيله يو ګډ موقته حکومت ته د دغه هېواد د اوسني حکومت ځاے ورکولو غوښتنه يې کړې ده. روسيه هم غواړي چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو وختونو کښې د افغانستان په باره کښې په ماسکو کښې يو کانفرنس جوړ کړي.
د ترکيې خارجه وزير هم تېره هفته وويل چې دغه هېواد غواړي د روان ميلادي کال د اپرېل په مياشت کښې په استنبول کښې د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د نوي پړاو کوربا شي.
دغه بهيرونه ښودنه کوي چې د افغانستان د خبرو اترو موضوع يوې حساسې مرحلې ته رسېدلې ده؛ خو هغه څه چې افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې ورته ضرورت لري د مختلفو افغان ډلو ترمېنځ له خبرو اترو څخه ملاتړ دے.
د ايران اسلامي جمهوريت د يو ملګري ګاوڼدي په توګه تل د افغانستان د خلقو او حکومت ترڅنګه شتون لرلے او د هر هغې حل لارې چې په افغانستان کښې يې د پائېدارې صلحې او د ملي او قومي وحدت د پياوړتيا سبب کيږي ملاتړ کړے دے.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په دې وروستيو کښې په تهران کښې د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا د مشر عبدا... عبدا... په کتنه کښې د همدې ټکي يادونه وکړه او دافغانانو په مشرۍ او مديريت سره د صلحې له بهيره او د مختلفو افغان ډلو ترمېنځ په خبرو اترو کښې د ګډون کونکو له موافقو څخه په ملاتړ تاکيد وکړ. د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د خاص استازي وړومبنے سفر هم د دغه بهير په لړ کښې په سيمه ايزه ډېپلومېسۍ کښې له هغو سياسي ظرفيتونو څخه د ګټې په اوچتولو سره غږملتيا او ملګرتيا ته د تهران او اسلام آباد د مخه کولو ښودنه کوي چې په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره سيمه ايزې ملګرتياوې مضبوطولې شي.
-------