تهران کښې د ۸۰ هیوادونو د استازو په شتون سره د نوروز سفارتي دستورې وشوې
د نړۍ د اتیا هیوادونو د استازو په ګډون په تهران کښې د نوروز ډیپلماټیکې دستورې ترسره شوې.
د نړۍ د اتیا هیوادونو د استازو په ګډون په تهران کښې د نوروز ډیپلماټیکې دستورې ترسره شوې.
د (۱۴۰۰ کال نوروز، د دوستۍ نورور) تر عنوان لاندې د نوروز ډیپلماټیک مراسم پرون مازیګر د ایران د بهرنیو چارو، علم او ټیکنالوجۍ او د کلتوري میراث، سیاحت او صنایعو د وزیرانو په شتون سره، په تهران کښې د دیره څه باندې اتیا هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د سفیرانو او استازو په ګډون، د ایران په خارجه وزارت کښې ترسره شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغو دستورو کښې د نوروز د اختر په مبارکۍ سره، د لرغوني آیین دغه دستورې یو نړیوال مناسبت وباله او د څوارلسمې لمریزې سلیزې پاې چې په کښې د انسانیت خلاف ګڼ جنګونه، بندیزونه او توکمپالنې رامینځته شوې، د پنځلسمې شمسي سلیزې او د طبیعي آفتونو، ناروغیو، جنګونو او بندیزونو د ختمیدو پیلامه او آرزو وبلله او د نړۍ ټولو صلحه غواړو ولسونو ته یې د لرغوني نوروز مبارکي وویله.
په دغو مراسمو کښې د ایران د مختلفو ولایتونو هنري ډلو ګډون کړی و او هم داشان په کښې د نوروز دودیزې دستورې او دسترخوانونه نندارې ته وړاندې شول.