ایران به د کرونا واکسن په ډګر کې تر ټولو په غوره جوړونکې بدله شي
(last modified Tue, 16 Mar 2021 11:56:29 GMT )
Mar 16, 2021 16:26 Asia/Kabul
  • ایران به د کرونا واکسن په ډګر کې تر ټولو په غوره جوړونکې بدله شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیایي چارو وزیر وویل: ایران په راتلونکی پسرلي کې به د نړۍ په کچه تر ټولو په غوره واکسن جوړونکې بدله شي.

د ایران د روغتیایي چارو وزیر سعید نمکی د فخرا د کرونا ضد واکسن د کلینیکل ازموینې په لومړنی پړاو کې پر ایران باندې لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: نن کولایشو په ویاړ سره ووایو چي د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو سره سره په نړۍ کې د کرونا د خپراوی په مدیریت کې د یو وتلی هیواد په توګه ځلیږي.

نمکي د ایران او د امریکې تر مینځ د کوویډ ۱۹ وایروس د مدیریت په پرتله کولو سره، وویل: ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د لارښوونو په مټ د کرونا په مدیریت کې کامیابه شوې حال دا چي امریکې تر اوسه د کرونا د بحران په کابوکولو کې ناکامه پاتي شوې ده.

د ایران د روغتیایي چارو وزیر زیان منونکو پرګنیو تر مینځ د واکسن وېشلو ته په اشارې سره وویل: د واکسن د نمایشي بهیر د تر سره کولو لپاره بېړه نه کوو بلکې په لنډه موده کې به زیان منونکو ډلو ته واکسن ولګول شي.

د فخرا ایرانی واکسن د ایران د دفاع وزارت د څېړنیزي څانګې له لوري جوړه شوې چي مشري د شهید فخري زاده په غاړه وه.

 

 

ټیګونه