ولسمشر روحاني په دفاعي او امنيتي برخه کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ بشپړه سند ابلاغ کړ
(last modified Thu, 18 Mar 2021 01:28:39 GMT )
Mar 18, 2021 05:58 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني په دفاعي او امنيتي برخه کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ بشپړه سند ابلاغ کړ

د ايران د کلتوري انقلاب د عالي شورا مشر د ايران د اسلامي جمهوريت په دفاعي او امنيتي برخه کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ بشپړه سند چې د هېواد ددفاعي او امنيتي برخې د سائنس او ټېکنالوجۍ داقتدار د حاصلولو په خاطر تصويب شوے دے ابلاغ کړ.

د کلتوري انقلاب د عالي شورا د رپوټ له مخې  اړوندو ادارو ته  په دغه ابلاغيه کښې راغلي دي: د اسلام انقلابي او قدرت زېږونکي وسله وال ځواکونه د اسلامي انقلاب په فکري چوکاټ او د هغه د اهدافو او آئيډيالونو د پوره کولو په لار کښې د ملت د تحرک وړاندې کرښه او د اقتدار نښه ده، سائنس او ټېکنالوجي د اسلامي انقلاب په دويم ګام کښې د هېواد د پرمختګ د يو اصلي متحرکونکي په توګه دے چې دغه چاره د هېواد د دفاع او امنيت په برخه کښې يو خاص اهميت لري او دقيقې او بشپړه پلانونې ته ضرورت لري.

د ديني نړۍ ليد او په ټولو شعبو کښې له هغه نه د اخېستل شويو معرفتي او شناختي سرچينو، اصولو او قوانينو حاکميت، سائنسي اقتدار حاصلول، له يو بل سره او د اسلام له مبين دين سره د ټولو علومو نظامنده غږملتيا، د توليد په ټولو برخو کښې قرآن محوري، د سائنس او ټېکنالوجۍ وېشن او استعمال، د وسله والو ځواکونود سائنسي حرکت د اصل او روح په توګه د الهيه ولايت د لارې او روش دوام، د نړۍ سنجونې په لار کښې کارول، د سائنس او ټېکنالوجۍ نظريه پردازۍ او توليد له سطحې څخه د سائنسي تفکر بنياد اېښودلو لپاره د يو نظامند تفکر په توګه د اسلام بشپړوالے او کامليت، د سائنسي بېلګو او نظاماتو معماري او طراحي، د اسلامي انقلاب د سائنسي ترقۍ په لار کښې هلې ځلې، او د اسلامي انقلاب سائنسي دفاعي اهدافو د حاصلولو  په لار کښې له دښمن سره له عېن مخالفت سره سره له غېر دښمنانو سره صلح ايز ژوند کول د دغه سند ځينې اصول او ارزښتونه دي.

 

 

ټیګونه