په دوو خطرناکو وایروسونو یعني د بندیزونو او د کرونا په وړاندې به بریالی شو
(last modified Fri, 19 Mar 2021 03:06:07 GMT )
Mar 19, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • په دوو خطرناکو وایروسونو یعني د بندیزونو او د کرونا په وړاندې به بریالی شو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د نوي کال د رارسېدو په مناسبت ټینګار وکړ چي دا ځلي هم د خلګو زغم او د روغتیایي چارو د کارکوونکو سرشیندنې په کرونا او بندیزونو باندې د بریالیتوب زیرۍ راکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د نوي کال په درشل کې په یو وېدیويي پیغام کې وویل: د ایران د ولس ستونزې د کرونا وایروس سره په مقابله کې د غیرقانوني بندیزونو د امله دوه چنده شوي وې.

ظریف په دغه پیغام کې ټینګار وکړ: ایرانیان د خپلو څو زره کلن ویاړمن تاریخ کې نه یوازې د ننګونو او تېریو په وړاندې تسلیم شوي نه دي بلکې په زغم او هوښیارۍ سره د ننګونو په وړاندې کامیابه شوي او تیری کوونکي یې په خپل بډا فرهنګ او تمدن کې ادغام کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه:  دا ځلي هم د خلګو زغم او د روغتیایي چارو د کارکوونکو سرشیندنې په کرونا او بندیزونو باندې د بریالیتوب زیرۍ راکوي.

د هیواد نه بهر ایرانیانو ته د ظریف په پیغام کې ویل شوي: ایرانیان د نړۍ په هر ګوټ کې چي وي د هغو تېریو او ناځوانیو د بیانولو په لړ کې چي د ایران په زړه ور ولس تپل شوي خپلي هڅې نه سپموي.

نوموړي زیاته کړه چی نوروز د دوستۍ، میني، پخلاینې او د خوشحالۍ زیرۍ ورکونکی دی.

 

ټیګونه