د تولید د رونق د لارې د قانوني خنډونو ختمول د پارلیمان وړومبیتوب دی
(last modified Sun, 21 Mar 2021 00:49:44 GMT )
Mar 21, 2021 05:19 Asia/Kabul
  • د تولید د رونق د لارې د قانوني خنډونو ختمول د پارلیمان وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي شورا مشر د ۱۴۰۰ لمریز کال په نوروزي پیغام کښې وویل: د اسلامي شورا(پارلیمان) استازي به په دې نوي کال کښې په هیواد کښې د تولید د رونق مخې ته د پرتو قانوني خنډونو د ختمولو لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.

محمد باقر قالیباف د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیلیدو په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: په دې کال کښې چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د (تولید د کال) په توګه نومول شوی دی، د هیواد د ټولو ادارو دنده په هیواد کښې د تولید له رونقه هراړخیزه ملاتړونه او د لارې د خنډونو ختمول دي، په پارلیمان کښې د خلکو استازي په هیواد کښې د تولید د رونق د لارې د خنډونو لرې کول خپل وړومبیتوب ګڼي او د دې مهمې چارې د عملي کیدو د قانوني ملاتړ لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه: هیله لرم چې د ټولو ارګانونو په ملګرتیا سره، د تولید په کال کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د احکامو د پوره کیدو لپاره یو ټولنیز او ولسي غورځنګ راپورته شي او وتوانیږو چې د انقلاب او د مقدسې دفاع د کلونو په شان په هیواد کښې د کار او تولید په رونق سره په اقتصادي ستونزو باندې هم برلاسي شو.

ټیګونه