بندیزونو به امریکاخپلو سپيرو موخوته ونه رسوي
(last modified Thu, 25 Mar 2021 00:56:41 GMT )
Mar 25, 2021 05:26 Asia/Kabul
  •  بندیزونو به امریکاخپلو سپيرو موخوته ونه رسوي

ایران به ددې لپاره ،چې  امریکا بیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي  او خپلې ژمنې اجرا کړي ،هیڅ شرط او نوي غوښتنې ونه مني .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ ، په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي  بیګا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب دامریکا د خارجه وزیر  وروستۍ ادعا په ځواب کې روښانه  کړې ده ، دایران پر ولس  ظالمانه بندیزونه   امریکا  خپلو سپيروموخو ته نشي رسولی .

 په ملګروملتو کې د ایران سفیر زیاته کړې ده ،  د جوبایډن حکومت  اعتراف کړی چې  دټرمپ دزیاتره دباؤ سیاست ناکام شوی دی ، په عین حال کې  تر دې دمه  دغه سیاست  د اجرا کیدا په حال کې دی .

 د امریکا خارجه وزیر په بروکسل کې د ناټو  دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو دغونډې ترڅنګ په خبری ناستې کې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا  یواړخیز غیر قانوني وتنې ته له اشارې پرته  هڅه کړې ، څو دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ مسئولیّت دا یران په غاړه واچوي .

آنتوني بلینکن په دغې خبرې ناستې کې ادعا کړې ،واشنګټن  ډيپلوماسۍ ته تیار دی ، خو  ایران تر دې دمه دغه لاره نه د ه ټاکلې  ، له دې امله په پریکنده توګه غونډسکه دایران  په ګراؤند کې ده . 

  دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو  په ډاګه وئيلي دي ،  دې ته په پام سره چې  واشنګټن یو لوری ؤ چې  دغه نړیواله ایټمي موافقې خلاف ورزي ئې کړې ده  او د تهران دژمنتیاؤ کمیدا  هم د امریکا ددغه غیر قانوني  اقدام په غبرګون کې شوی ، د تهران له خوا  به هر ډول ګام پورته کول د بندیزونو دختمولو  په بڼه کې  ترسره شي . او ددې لپاره به چې  امریکا بیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي  او خپلې ژمنې اجرا کړي ،هیڅ شرط او نوي غوښتنې ونه مني. داپه داسې حال کې دي چې بیګا امریکا او اروپائي ټرائيکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  او ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب یوه تکراري ګډه اعلامیه  صادره کړې او د امریکا له غیر قانوني  اقداماتو ته له اشارې پرته ئې د تور ګوته بیا دایران په لور اوږده کړې ده .

 

 

ټیګونه