په ایران کې د کرونا په ضد د عمومي واکسناسیون د نیټې اعلان
د ایران د اسلامي جمهوریت د درملو او د خوړو د سازمان سرمنشي په دغه هیواد کې د کرونا وایروس سره د مقابلې لپاره د عمومي واکسناسیون د پېلېدو نېټه په ډاګه کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د درملو او د خوړو د سازمان سرمنشي سید حیدر محمدی د تهران رېډیو سره په مرکه کې وویل: د کرونا وایروس په ضد عمومي واکسناسیون به د روان کال د غبرګولي په میاشته کې پیل شي.
محمدي زیاته کړه : اوس مهال یواځې د رغتونونو کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسن لګول کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د درملو او د خوړو د سازمان د دغه چارواکې په وېنا د بهرنیو واکسنونو منجمله استرازنیکا، سپیوټنیک او بهارات واردات به تر هغه پوري دوام وکړي چي د کورني واکسنونو تولید پیل شي.
نوموړي د ایران د پاستور د څېړنیز مرکز د واکسن په اړه چي کوبا سره په ګډه د جوړېدو په حال کې دی، وویل: د ایران او د کوبا ګډ واکسن چي سوبرنا په نامه سره یادیږي که د ازموینې په دریم پړاو کې کامیابه شي تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به خلګو ته ورولګول شي.
هغه همدارنګه یادونه وکړه چي په راتلونکو میاشتو کې به د روسیې سپیوټنیک واکسن هم په ګډه په ایران کې دننه د یوې ایراني کمپنۍ له خوا جوړي شي.