د ايران ملي قوت وياړ لرونکے دے
(last modified Sat, 03 Apr 2021 12:06:56 GMT )
Apr 03, 2021 16:36 Asia/Kabul
  • د ايران ملي قوت وياړ لرونکے دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران ملي قوت يو ډېر مهم او وياړ لرونکے قوت دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن له کورونا سره د مقابلې د ملې کمېټۍ په غونډه کښې وويل: په ټولومراحلو او هر ځاے کښې چې د ايران لپاره څه مشکل رامنځته شوے دے زمونږ ملي قوت يو ډېر مهم او وياړ لرونکے قوت ؤ او دے.

هغه زياته کړه، کله چې د ايران خلقو فېصله وکړي چې د يو بل ترڅنګه به اوسي نو له ټولو مشکلاتو سره يې په نره مقابله کړې نو کامياب شوي دي او کړې شوي دي له ټولو مشکلاتو تېره شي.

ولسمشر روحاني دا خبره په ګوته کړه د ايران د حکومت يوه ترجيح له کورونا سره مقابله ده او په ټول توان سره کوشش کو چې دغه وائرس کنټرول او پېزواني کړوو.

هغه زياته کړ، د ايران حکومت په راتلونکو څلورو مياشتو کښې به څلور اصلي اهداف تقيب کړي يعنې له کورونا وائرسو سره مقابله ، د اقتصادي بنديزونو ماتول، د خلقو د معيشت ښه کول او د مهمو اقتصادي منصوبو پوره کول.

 

ټیګونه