امريکې سره مستقيمو او غېرمستقيمو خبرو اترو ته ضرورت نشته
(last modified Sat, 10 Apr 2021 07:52:19 GMT )
Apr 10, 2021 12:22 Asia/Kabul
  • امريکې سره مستقيمو او غېرمستقيمو خبرو اترو ته ضرورت نشته

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند تاکيد وکړ چې د ټولو بائيکاټونو له لغو کېدو او برجام ايټمي موافقې ته د امريکې له ستنېدو مخکښې له واشنګټن سره بلاواسطه يا بالواسطه خبرو اترو ته څه ضرورت نشته.

سعيد خطيب زاده له سي اېن اېن سره په مرکه کښې تاکيد وکړ: ايران به له امريکې سره په ويانا يا بل ځاے کښې په مستقيمه يا غېرمستقيمه توګه څه خبرې اترې ونه کړي.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران موقف پوره واضحه دے او د ايران په خلاف ټول بنديزونه پکار دے لغو شي، وويل: د بائيډن حکومت پکار دے په عملي توګه اوښئي نه د کاغذ په مخ چې د ټرمپ د حکومت د غلطيو د تصحيح کولو په تکل کښې دے.

خطيب زاده زياته کړه، د بائيډن په حکومت کښې ځينې په برجام ايټمي موافقې باندې د پابند پاتې کېدو په ځاے زياتره د ايران په خلاف د ټرمپ په بنديزونو ټينګار لري او ورباندې پابند دي.

خطيب زاده تاکيد وکړ، امريکه پکار دے د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک له مخې په خپلو ټولو ژمنو پابند اوسي او د ايران په خلاف دې په هر عنوان سره ټول بنديزونه ختم کړي.

 

ټیګونه