ولسمشر روحاني:
حکومت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سپارښتنو په چوکاټ کښې حرکت کوي
Apr 11, 2021 15:45 Asia/Kabul
د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملتيا د کمېټۍ په دوه سوه شپاړسمه غونډه کښې وويل: په تېر هجري نمريز کال کښې د توليد د چټکتيا شعار هم په مقرر وخت د پروژو د ختمولو په اهتمام او د پلانونو مطابق عملي شو.
ډاکټر روحاني زياته کړه: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تاکيد او سپارښتنو په چوکاټ ټولې ادارې پکار دے په دې زمينه کښې په خپلو دندو عمل وکړي او دغه حکومت تر وروستۍ ورځې په خپلو فعاليتونو او دندو کښې دغه موضوع د خپل کار په سر کښې راوستې ده.
روحاني تاکيد وکړ، په روان ۱۴۰۰ کال کښې چې له توليد څخه د ملاتړ او په دې لار کښې د خنډونود لرې کولو کال نومولے شوے دے د حکومت کوشش دا دے چې د ترقۍ د لارې خنډونه له منځه يوسي.