روحانی:پوځ او سپاه د ایران د ملی ګټو د ساتلو لپاره ودریدل
ښاغلی روحانی د وری د ۲۹ په مناسبت چی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ورځ ده ، په یوه پیغام کې زیاته کړه د ایران پوځ د ایرانی ملت په څنګ کې دریدلې دې او ۴۳ کاله مخکې هم چی ایرانی ملت له باچاهی مخ واړوه او دیکتاتورۍ پرضد یې انقلاب وکړ ، پوځ د ملت په څنګ کې ودریده
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ او سپاه په څلورکلن تپلی اقتصادی جنګ کې د اته کلنې سپیڅلی دفاع په شان د ایران د ملی ګټو لپاره ودریدل .
ښاغلی روحانی د وری د ۲۹ په مناسبت چی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ورځ ده ، په یوه پیغام کې زیاته کړه د ایران پوځ د ایرانی ملت په څنګ کې دریدلې دې او ۴۳ کاله مخکې هم چی ایرانی ملت له باچاهی مخ واړوه او دیکتاتورۍ پرضد یې انقلاب وکړ ، پوځ د ملت په څنګ کې ودریده .
د اسلامی ایران ولسمشر وویل د ایران پوځ د ایرانی ملت برخه دې او دا په سیمه کې له نورو پوځونو سره د اسلامی ایران د پوځ توپیر ښی .
ښاغلی ر وحانی دې ته په اشارې سره چی د ایران دښمنان د ایران له امنیت ، وحدت ، قدر ت او پراختیا په ویره کې دي زیاته کړه ایران تل هغو لپاره له هغه زیات ستر وو چی فکر یې کاوه .
په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ستر بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په ژوند بخښونکی او تاریخی پیغام سره د ایران پوځ نوې ژوند پیدا کړ او د ایران په تاریخ کې د وری ۲۹ د اسلامی جمهوریت د پوځ ورځ ونومول شوه .