د اسلامي انقلاب مشر د حجازي د مړینې په هکله تسلیت ووایه
Apr 19, 2021 14:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه(۱) پیغام کښې د ویاړمن سردار سید محمد حجازي د وفات په هکله تسلیت ووایه .
ایت الله خامنه اي وفرمائیل حجازي په سترو او اغیزشیندونکو مسولیتونو کښې د ایران په سپاه پاسداران ځواک کښې خدمت کړی او په ټولو زمینه کښې بریالی او سرلوړی و او د هغه نشتون په حقیقت کښې د خواشینۍ او د غم ځاې لري .
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د حجازي د مړینې په هکله تسلیت ووایه .
هغه وویل زه د دغه ستر تاوان په هکله د ټولو قواو مشر ، د ایران شریف ملت ، سپاه پاسداران او ټولو دوستانو او په تیره بیا د هغه مرحوم کورنۍ ته تسلیت وایم .