روحاني :
د ایران ولس د امریکې د زیاتره دباؤ په وړاندې اودریده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایراني ولس د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې دیدنه کړې ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایراني ولس د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې دیدنه کړې ده
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون له یوه ډله خیّرینو سره په کتنه کښې وویل: د ایران ولس د دښمن د زیاتره دباؤ په وړاندې ټیټ نه شو او اودریده او هیڅ داسې هیواد نشته چې د امریکې په دغې سټراټیجکې ماتې باندې اعتراف ونه کړي.
ولسمشر روحاني زیاته کړه: امریکايي مسئولانو او حتی د دغه هیواد تیر حکومت هم چې په خپله يې دغه دباؤنه لګولي وو، وايي چې خپلو اهدافو ته ونه رسیدل.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل: هغوي غوښتل چې له شپږو میاشتو نه تر یو کال پورې ایران تسلیم کړي خو ونه توانیدل.
هغه هم داشان وویل: هیڅچا د ایران مرسته ونه کړه او حتی کله چې د کرونا له وبا سره مخامخ شو نو دښمن په دغو حالاتو کښې هم خپله هم هغه طریقه جاري وساتله خو ایران سره له دې مقاومت وکړ او د یو بل مرسته یې وکړه.