اجازه نه ورکوو چې خبرې اترې ستومانه کونکې شي
(last modified Tue, 20 Apr 2021 23:53:43 GMT )
Apr 21, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • اجازه نه ورکوو چې خبرې اترې ستومانه کونکې شي

د ايران د خارجه وزارت سياسي مرستيال وويل: اجازه نه ورکوو چې څو دې د وخت په تېرولو سره خبرې اترې اوږدې يا ستومانه کونکې کړي.

د اېرنا د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي بېګاه د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته د دې په بيانولو سره چې زمونږ کوشش دا دے چې ټول هغه اقدامات چې پکار دے امريکه د ټولو بنديزونو د ختمولو لپاره ترسره کړي عملي شي، وويل: پکار دے د بائيکاټونو د ختمېدو  راستي آزمائنه اوشي او په ورپسې ګام کښې به ايران خپل اقدامات ترسره کړي.

عراقچي زياته کړه، مونږ به د تهران د دستورالعملونو مطابق خبرو اترو ته دوام ورکړو او تر هغه چې د هېواد ګټې پوره شي په دې لار کښې به ګام پورته کوو.

د ايران د خارجه وزير مرستيال واضحه کړه: د برجام د ګډ کمېشن ټول غړي د نتيجې حاصلول غواړي واضحه کړه، د برجام ګډ کمېشن ټول غړي کوشش کوي چې داسې ترتيبات ترلاسه کړي چې پ بشپړه توګه د برجام د احيا او اجرا سبب شي.

هغه زياته کړه مونږ له آژانس سره يو معمولي او طبيعي لار پلې کوو او هيله من يوو چې هغه اختلافات چې هم دا اوس موجود دي په رغانده او غېر سياسي فضاء کښې هوار شي. د برجام دګډ کمېشن غونډه پرون په ويانا کښې ترسره شوه.

 

ټیګونه