د ويانا په خبرواترو کښې د ايران قدرنمن شتون د دښمنانو له زيات نه زيات دباو د ماتې نښه ده
(last modified Wed, 21 Apr 2021 01:30:07 GMT )
Apr 21, 2021 06:00 Asia/Kabul
  • د ويانا په خبرواترو کښې د ايران قدرنمن شتون د دښمنانو له زيات نه زيات دباو د ماتې نښه ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ويانا په خبرو اترو کښې د ايران قدرتمن شتون د دښمنانو له زيات نه زيات دباو د پرېکنده ماتې نښه وبلله.

د اېرنا د رپوټ له مخې ډاکتر حسن روحاني پرون له يو شمېر سياسي فعالانو سره په کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چېد ملت په مقاومت او ټينګ اودرېدنې سره نن د دښمن اقتصادي جنګ او له زيات نه زيات دباو ماتې خوړلې ده  او خپله امريکنيان او ټوله دنيا په دغه ماتې اعتراف کوي، زياته کړه، مونږ د ويانا په مذاکراتو کښې له مخکښې نه په لا زيات قوت سره خبرې اترې کوي.

ولسمشر روحاني زياته کړه، خبرو اترو له شپېتو نه تر اويا فيصدو پرمختګ کړے دے او که امريکنيان د رښتينولۍ په چوکاټ کښې حرکت وکړي نو په لنډه موده کښې به نتيجې ته ورسوو.

حسن روحاني مونږ په خبرو اترو کښې بيړه نه لروو خو له فرصته به له زيات نه زياته استفاده وکړوو وويل،د خبرو اترو په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د ټاکل شوي چوکاټ مو پوره ساتنه کړې ده او په هم هغه چوکاټ کښې حرکت کووو.

 

ټیګونه