د ایران په پوځ او سپاه پاسداران ځواک باندې ویاړو
(last modified Wed, 21 Apr 2021 07:32:21 GMT )
Apr 21, 2021 12:02 Asia/Kabul
  • د ایران په پوځ او سپاه پاسداران ځواک باندې ویاړو

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې باندې ټینګار سره هر وخت چې پوځ او سپاه پاسداران ځواک ته ضرورت و نو په ډګر کښې وو وویل د هغو هڅو او سرشیندونو په خاطر چې وسله والو ځواکونو په تیرو دوه څلویښتو (۴۲) کلونو کښې د ملت او د هیواد لپاره ترسره کړل په دغو ځواکونو ویاړ کوو .

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې غونډې ته په وینا کښې د پوځ ورځې ته په اشارې سره وویل  د دیارلس سوه اته پنځوسم (۱۳۵۸) هجري لمریز کال د وري د میاشتې نهویشتمه (۲۹) نیټه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په حکم د پوځ ورځ نومول شوي ده او هغه داسې ورځ وه چې په ټول ایران کښې  خلکو پرتمینه مظاهرې و کړې او خلکو ملت له پوځ او عسکرو قربان دی شعرونه ورکول او زیاته یې کړه او هغه ستره دسیسه چې یوشمیر ډلګیو د پوځ د ړنګیدا لپاره پلان کړي وه د تل لپاره له مینځه ولاړه .

هغه د اټومي تړون په هکله هم وویل مونږ د اټومي تړون په شان د سند اجرا غواړو نه یو(۱) ټکی زیات او نه یو(۱) ټکی کم او ایران په زیات غوښتنې پسې نه دی چې وغواړو زیات غوښتنه وکړي البته یوشمیر  غوښتنې لرو او هغه به وروسته مطرح کړو او په تیرو څلورو (۴)کلونو کښې ایران ته په میلیارډونو ډالره تاوانونه رسیدلي دي.

 

ټیګونه