د ایران د بندیزونو د ختمولو پرته هیڅ لاره نشته
(last modified Tue, 27 Apr 2021 02:44:53 GMT )
Apr 27, 2021 07:14 Asia/Kabul
  • د ایران د بندیزونو د ختمولو پرته هیڅ لاره نشته

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ویانا کښې د برجام د راژوندي کولو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: د ویانا خبرې اترې د ایران د لوړ توان ښودنه کوي او نن سبا دنیا منلې ده چې له ایران سره له موافقې او د بندیزونو له اوچتولو نه بغیر بله هیڅ لاره نشته او دا د ایراني ولس لپاره یوه ستره بریا ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون د یوه ډله اقتصادي فعالانو په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د ولس خلاف د ټرمپ د اقتصادي جنګ هدف د هیواد ټوټې کول او د نظام نسکورول وو، څرګنده کړه: نن سبا د ولس په اودریدنې او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لارښونو او په ترسره شویو هلوځلو سره ټوله دنیا او خپله امریکا د اقتصادي جنګ په ماتې باندې اعتراف کوي.

ټیګونه