ولسمشر روحاني:
جنرل سلېماني په سيمه کښې د صهيونېسټانو او امريکې دسيسه ناکامه کړه
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: جنرل سلېماني هغه کس ؤ چې په سيمه کښې يې د صهيونېسټانواو امريکې دسيسه ناکامه کړ او په سيمه کښې په بهرني سياست کښې زمونږ لپاره يو ډېر غوره صلاحکار ؤ.
ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې دې ته په اشارې سره چې اوس د اسرائيلي رژيم، د سيمې د مرتجعينواو د امريکې د تندلارو د غصه کېدو دوران دے زياته کړه، هغه لار چې هغوي اټکل کړې وه ګډه وډه شوه، ټرمپ د امريکې يوازېنے ولسمشر ؤ چې د صهيونېسټانو لپاره مزدوري او نوکري وکړه البته د امريکې نورو ولسمشرانو هم له صهيونېسټانو سره ملګرتيا او د هغوي ملاتړ کړے دے خو د ټرمپ په شان يې مزدوري نه ده کړې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دوام کښې وويل: هغه څوک چې ټرمپ يې ولمسوۀ چې له برجامه اوځي صهيونېسټان وو، قدس شريف ته د پائتخت د منتقلولو ماجرا د صهيونېسټانو جنايت ؤ، د فلسطين په بهانه له ځينو نړيوالو ادارو څخه په وتلو کښې د صهيونېسټانو لمسون او د هغوي فرمان رول لرۀ.
روحاني زياته کړه، د جنرل سلېماني د شهادت واقعه هم د صهيونېسټانو کار ؤ، که څه قاتل او عامل يې ټرمپ ؤ خو هغه څوک چې د پردې شا ته يې ګواښ وکړ چې هغه ستر جرنېل چې د سيمې په ګټه يې خپل ټول عمر تېر کړ ووژل شي صهيونېسټان وو.
روحاني د دې په بيانولو سره چې نن د ايران د ملت په کاميابيو د صيونېسټ رژيم، د سيمې د مرتجعينو او امريکې د غصه کېدو ورځ ده، وويل:نن هغوي غصه دي چې ټول هغه هرڅه چې د څلورو کلونو په دسيسې سره يې پلان کړي او له لاسه يې لاړ دي او ټول څلور جمع يو ډله او حتی امريکه پوره پوهېدلي دي چې د نړيوالو قوانينو او مقرراتو او د ايران د حقانيت په وړاندې له تسليمېدو نه بغېر بله لار نه لري او پکار دے غاړه ورته کيږدي.