د سردار سلیماني قدرت د هغه له شهادت وروسته لازیات شو
(last modified Sun, 02 May 2021 02:02:14 GMT )
May 02, 2021 06:32 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني قدرت د هغه له شهادت وروسته لازیات شو

د اران د بهرنیو چارو وزیر په یو پیغام کښې ولیکل: د سردار سلیماني قدرت د هغه له شهادت وروسته نور هم ډیر شو.

د اران د بهرنیو چارو وزیر په یو پیغام کښې ولیکل: د سردار سلیماني قدرت د هغه له شهادت وروسته نور هم ډیر شو.

محمد جواد ظریف پرون په یو پیغام کښې په دې خبرې سره چې یوازې مادي اوزار قدرت نه زیاتوي، ولیکل: زما د ګران ورور شهید ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني قدرت د هغه له شهادت وروسته لازیات شو.

ظریف په خپل انسټاګرام کښې د ۱۳۹۸ کال د سلواغې د میاشتې د وینا یوه وړه برخه خپره کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغې وینا کښې ویلي دي: حقیقت دا دی چې ستا د قدرت اندازه یوازې په مادي معیارونو سره نه پیژندل کیږي او په خلکو باندې د تکیې او اودریدنې په شان د قدرت معنوي معیارونه د قدرت اوزار دي.

ښاغلي ظریف زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک شهید قومندان، زما ګران ورور ډګر جنرال شهید سلیماني بې سارې و خو له شهادت وروسته لا بې سارې شو، دا د دې لپاره دي چې یوازې د قدرت مادي اوزار پوره نه دي چې قدرت رامینځته کوي.

 

ټیګونه