د ایران خارجه وزیر له ملت څخه بښنه وغوښتله
May 02, 2021 13:39 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار وکړ زما څرګندونې یوه(۱) ذره هم د شهید سلیماني عظمت او سترتوب نه کموي .
جواد ظریف د قدر د شپو په مناسبت په یوه (۱) پیغام کښې په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې سره چې زما څرګندونې د شهید قاسم سلیماني عظمت نه کموي ولیکل هیله من یم د ایران خلک او د سردار سلیماني ټول مینه وال او په تیره بیا د هغه بزرګوار کورنۍ ما وبښي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دغه پیغام کښې وویل زما څرګندونې چې د هغو په پریکندوالي باندې له صداقت پرته بل هیڅ ادعا نلرم یوه(۱) ذره د شهید قاسم سلیماني سترتوب او په ایران سیمې او دنیا کښې د امنیت په راوستلو کښې د هغې بې بدیله رول نه کموي .