روحاني عدالت د ایران د مقدس جمهوري اسلامي نظام ترټولو مهم هدف وباله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې عدل او انصاف د جمهوري اسلامي نظام ډیر مهم هدف دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې عدل او انصاف د جمهوري اسلامي نظام ډیر مهم هدف دی.
ولسمشر حسن روحاني وویل چې عدالت د سپیڅلي جمهوري اسلامي نظام ترټولو مهم هدف دی او باید ټول پروګرامونه او هلې ځلې د دغه ستر او مهم ارمان د پوره کیدو په لاره کښې دوام ومومي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون د قواؤ د مشرانو د غونډې په پیل کښې، د قدر د شپو په اهمیت او د اصلاح او ژغورل کیدو په لاره د تګ لپاره د دغو شپو له معنوي فیضونو د ګټه پورته کونې په فرصت باندې په ټینګار سره هیله وښودله چې اسلامي امت په تیره بیا د ایران مومن خلک د تیر په څیر د قدر د ارزښتناکو شپو له برکتونو برخمن شي.
ولسمشر روحاني هم داشان د متقیانو د مولا امیر المومنین امام علي علیه السلام د زړه دردونکي او مظلومانه شهادت شپې ته په اشارې سره وویل: ټول پکار دي کوشش وکړو چې د هغه معصوم امام د منونکو او مینه والو په توګه د حق په حقیقي لاره ګام واخلو.
هغه په دوام کښې امام علي علیه السلام د عدالت او انصاف د لارې شهید وباله او زیاته یې کړه: ټولې هلې ځلې او پلانونه باید د دغه ستر او مهم ارمان د عملي کیدو په لاره کښې دوام پیدا کړي.