-
د غزې پرضد له اټومي بم د استفادې په هکله د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر دریځ :-
Nov 10, 2023 11:07د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته په یوه لیک کښې غوښتنه وکړه چې اټومي اژانس د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو پایلې د ملګروملتونو امنیت شورا ته منعکسې کړي.
-
د تهران ولایت او ښار مبارزانو د فلسطین ملاتړ وکړ
Nov 10, 2023 10:38زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران په فلسطین میدان کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې پرضد او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د تهران ولایت او د ښار د مبارزانو د پلاویو غونډه وشوه.
-
ایران او افغانستان اوږدمهاله موافقه لاسلیک کوي
Nov 10, 2023 10:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر سلاکار او د ځانګړیو ازادو او اقتصادي سیمو د لوړې شورا سیکرټر حجت الله عبدالملکي وویل د چابهار ازادې سیمې په چورلیزتوب سره د افغانستان او د ایران ترمینځ د پانګونې اوږدمهاله موافقه د بڼه د خپلیدا په حال کښې ده.
-
د اسرائیلو د اټومي حملې ګواښ باید ملګروملتونو ته منعکس شي
Nov 10, 2023 08:04تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د ملګروملتونو امنیت شورا ته په غزې تړانګه کښې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو د پایلو د منعکسولو غوښتنه وکړه.
-
ایران د اکو دغړو لپاره د شیانو د ټرانزیټ ترټولو مناسبه لار ده
Nov 10, 2023 01:42د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسی ددې خبرې په کولو سره چې د اکو اقتصدی ملګرتیا موسیسې په سرمشریزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له لارې د شیانوپر ټرانزیټ ټينګار شوی ووئیل، ددغط موسیسې زیاترو غړو ټینګار دلود چې ایران دشیانو د ټرانزیټ لپاره مناسبه لاره ده .
-
په غزه کې د ماشومانو د وژنو شرموونکی ملاتړ بس کړئ
Nov 09, 2023 10:32له هغه وروسته چي د جي اووه ډلې غړو هیوادونو له اسرائیل رژیم نه په ملاتړ کې د حماس غندنه وکړه د ایران د خارجه وزارت ویاند د دغې ډلې په مشرانو ږغ وکړ چي په غزې کې د ماشومانو د وژلې له شرموونکي ملاتړ څخه لاس واخلي.
-
د تل ابیب د جنایاتو وخت په ختمېدو دی
Nov 09, 2023 10:11د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: په چټکی سره د جنایاتو د دوام لپاره د صهیونیست رژیم فرصت په ختمېدو دی.
-
له ایرانه پخپله خوښه د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دوام لري
Nov 09, 2023 09:12د افغانستان د څه دپاسه څلورلسیزې جنګ اونیواکګري د میلیونونو افغانانو د کډوالیدا سبب شوې ده.د کلتوري مشترکاتو او ګاونډیتوب په دلیل څه دپاسه نیم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
-
د ایران دایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹بریاوې درلودلي دي
Nov 09, 2023 11:36د ایران د اسلامی جمهوریت دایټمی انرژۍ دادارې مشر ټينګار وکړ،د ایران د ایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹ټيکنالوجیکي او صنعتي بریاوې درلودلي دي.
-
صهیونیسټي رژيم د هیڅ نړیوالې قاعدې پابندي نه کوي
Nov 09, 2023 01:47د ایران د عدلیې وزیر وویل: صهیونیسټي رژيم په خپلو وحشیانه اقداماتو سره ثابته کړه چې په هیڅ نړیوالې قاعدې پابند نه دی.